پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر ګرفتارۍ ضد مظاهرې کړي
پښتون ژغورنې غورځنګ د قامي اسمبلۍ د غړي او د خپل مخکښ علي وزیر ګرفتارۍ پر ضد د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه کړي. د ډېسېمبر د ۱۸مې احتجاجونو اعلان د زیارت (پنجشنبې) پر ماښام د غورځنګ مشر منظور پښتین پر فېسبوک په وینا کې کړی وو. د غورځنګ ملاتړیو او پلویانو د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یو شمېر ښارونو کې مظاهرې او لاریونونه وکړل او له پولیسو یې د علي وزیر د سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه. د سیند پولیس وايي، پر وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د غورځنګ په جلسه... Читать дальше...