د کابل کیسه بول؛ د ګولنار او آیینه، ناول ليکوال د ژوند پور پرې کړ
محمد اعظم رهنورد زریاب د ۷۷ کلنۍ په عمر د کابل په یوه روغتون کې د ناروغۍ له امله ومړ. رهنورد زریاب په ۱۳۲۳ هجري کال د کابل په ریکاخانه کې زېږېدلی و او په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو. رهنورد زریاب له سلو ډیر لنډ داستانونه لري او یو شمیر ناولونه یې هم پاتې دي.