عوامي نیشنل ګوند د ورکو کسانو خوشې کولو لپاره مظاهرې کړي
عوامي نیشنل ګوند په پاکستان کې د ورکو کسانو د نه خوشي کېدو پرضد د ملک په یو شمېر ښارونو کې احتجاجې مظاهرې کړي. د فبرورۍ ۲۲مې مظاهرو ته د ګوند مخکښانو او مشرانو ویناګانې وکړې او پر حکومت یې غږ وکړ چې ټول ورک کسان پیدا او عدالتونو ته وړاندې کړي. د ورکو کسانو لپاره د پاکستان سرکاري کمېشن وايي، په هېواد کې څه د پاسه ۱،۵۰۰ کسان ورک دي. کمېشن وايي، سلګونه ورک کسان یې موندلي او کورونو ته استولي. هلته د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر شبلي فراز د فبرورۍ پر ۱۷مه ویلي ول چې حکومت د خلکو د ورکولو پر ضد یوه قانوني مسوده جوړوي. Читать дальше...