سرپل کې یو ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
په سرپل ولایت کې د ۵۰ ملیونو افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د سرپل والي قربانمراد وویل، دغه جمانزیوم په ۱۹۵۰ متره مربع ځمکه کې په عصري ډول جوړ شوی چې په یو وار د ۱،۵۰۰ نندارچیانو ځای لري. دغه جمنازیوم د جمهوري ریاست د ملي پراختیا برنامې له لوري جوړ شوی.