د هرات والي: پر ۳ ولسوالیو د طالبانو ډلهییزه حمله کې ۲۱ وسلهوال ووژل شول
د هرات والي وايي، پر درېیو ولسوالیو د وسلهوالو طالبانو په ډلهییزه حمله او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې د فرسي ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان، د هغه یو ساتونکی او ۲۱ طالبان وژل شوي دي. عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تېره شپه پر فرسي، ګلران او ادرسکن ولسوالیو حمله کړې وه. د ده په وینا، په فرسي کې پنځه او په ګلران کې دوه سرتېري ټپیان شوي دي. وسلهوالو طالبانو د دې موضوع په اړه تبصره نهده کړې. خو د دې ډلې یوه ویاند ذبیحالله مجاهد په ټویټر کې لیکلي چې تېره شپهیې په کونړ کې... Читать дальше...