Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city



Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Июнь
2021

Новости за 27.06.2021

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سفارت شارژدافیر: فاریاب کې طالبانو هر ډول ورانکاریو ته لاس اچولی

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن وایي په فاریاب کې طالبانو هر ډول ورانکاریو ته لاس اچولی دی.  هغه ویلي د فاریاب د اندخوی په اړه‌یې ټکان ورکوونکي/شاک کوونکي رپوټونه کتلي.  وېلسن په دې تړاو یوه ټویټ کې زیاته کړې، د طالبانو له‌خوا د دکانونو او دولتي ودانیو سوځول، د خلکو نیول او د تأسیساتو او مخابراتي پایو ورانول د دې ډلې افراطیت او د افغانانو بشري حقونو ته نه‌درناوی په ډاګه کوي.  طالبانو دا وروستۍ څو اوونۍ د فاریاب په شمول په څو ولایتونو کې ګڼې ولسوالۍ نیولي. افغان سیمه‌ییزو چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي د اټمي تأسیساتو عکسونه به د اټمي انرژۍ نړیوال سازمان ته ورنه‌کړي

ایران وايي د اټمي تأسیساتو عکسونه به د اټمي انرژۍ نړیوال سازمان ته ورنه‌کړي ځکه د دې کار لپاره نظارتي هوکړه ختمه شوې.  د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباق ویلي په دې تړاو هوکړه د چنګاښ په درېیمه پای ته رسېدلې، نو ځکه هېڅکله د اټمي انرژۍ نړیوال اژانس ته ریکارډ شوي عکسونه او معلومات نه‌سپارل کېږي. د ایران پارلمان تېر کب میاشت یوه مصوبه تصویب کړې وه چې له مخې یې د دريیو میاشتو لپاره د اټمي انرژۍ د نړیوال سازمان کمرې پرېښودل شوې څو له اټمي تأسیساتو عکسونه واخلي او دا سازمان‌یې وارزوي.  د اټمي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بشر حقونو کمېسیون: د حقیقت موندنې یو نړیوال پلاوی دې روانې پېښې وڅېړي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې د وروستیو جنګ جګړو په تړاو یو ځل بیا اندېښنه وښودله او د رامنځته شویو پېښو د پلټنې لپاره‌یې د حقیقت موندنې نړیوال پلاوي د جوړېدو غوښتنه وکړه. د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې پلاوی باید ژر جوړ او خپل کار پیل کړي. ښاغلی مشکور ټینګار کوي چې دغه پلاوی دې روانې پېښې د بشري او نړیوالو بشرپاله حقونو له اړخه وڅېړي او خپل راپور دې ملګرو متلونو سازمان او اړوندو بنسټونو ته وړاندې کړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: طالبان بلخ کې د نوبهار راډیو امواج د خپلو تبلیغاتو لپاره کاروي

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وايي طالبان د نوبهار خصوصي راډیو امواج د خپلو تبلیغاتو لپاره کاروي.  مطیع‌الله کریمي نن دا خبره ازادي راډیو ته وکړه او ټینګار یې وکړ چې امنیتي چارواکي هڅه کوي د طالبانو د خپرونو مخه ونیسي.  ښاغلی کریمي وايي: "نوبهار راډیو د بلخ ولسوالۍ د سقوط وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلې. دې راډیو څو ورځې خپرونې بندې کړې وې، خو طالبانو یې مسؤلان بیا راوستي او په خپله خوښه‌یې خپرونې پيل کړي. له امنیتي چارواکو سره په رابطه کې یو او د طالبانو د نشراتو د مخنیوي هڅې روانې دي."... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د وژل شوي پښتون ځوان لپاره د انصاف غوښتنه

په کراچۍ کې د باجوړ اوسېدونکو د خپل هغه کليوال د وژنې پر ضد مظاهره کړې چې څو ورځې مخکې وژل شوی وو. د کراچۍ پریس کلب مخې ته راغونډو شوو دې خلکو ويل چې عطاالله د قلنګ یا بتې نه ورکولو له امله وژل شوی او حکومت یې بايد قاتلين ونیسي. پولیس وايي‌دوی مقدمه درج کړې او پلټنې یې پيل کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د حضور د دوام په اړه پټ اسناد موندل شوي

په افغانستان کې د بریتانیايي ځواکونو د احتمالي حضور د دوام او د کریمیا له اوبو د بریتانیايي کښتۍ د تېرېدو په اړه پټ اسناد د بسونو یوه تم‌ځای کې موندل شوي دي.   په دې اړه بي‌بي‌سي نن یو راپور خپور کړی.   دا پاڼې چې شمېر یې شاوخوا ۵۰ ته رسېږي څو ورځې مخکې د بریتانیا په کېنټ ښار کې د بسونو له تم‌ځای سره یوه کس موندلې وې.   لومړی ډله سندونه د کریمیا ټاپو وزمې اوبو ته د بریتانیا د سمندري ځواکونو د یوې کښتۍ اېچ‌اېم‌اېس ډفېنډر د ننوتلو په تړاو اېمېلونه او د پاورپاینټ سلایډونه دي. دوهم ډله سندونه په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې پر خيبر پښتونخوا د افغانستان د حالاتو اغېز په اړه غونډه شوې

د خيبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشرانو، پخوانيو او موجوده پارليماني غړو وزیرانو، ضلعي او تحصیل ناظمانو په يوه غونډه کې د افغانستان په روانو حالاتو د اندېښنې په ښودلو سره ويلي چې ښايي په خیبر پښتونخوا کې امن بيا خراب شي.‌ د جون په ۲۶مه په اسلام آباد کې د ۶۵ سیاسی مشرانو یوه غونډه د پخواني وفاقي وزیر او د پيپلز ګوند د يو مشر خواجه محمد خان هوتي په مشرۍ کې وشوه. دوی پرېکړه وکړه چې په دې لړ کې به يوه لويه جرګه هم راغواړي. هوتي د جون په ۲۷مه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل غواړي په روانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ودونو پر تالارونو د کرونا د محدودیتونو له امله څه باندې ۱۵،۰۰۰ کسان وزګار شوي

په کابل کې د ودونو د تالارونو مالکان وایي د کرونا ویروس د محدودیتونو له امله څه باندې ۱۵،۰۰۰ کسان وزګار شوي دي. په ورته وخت کې یو شمېر هغوی چې کوژدې يې کړي هم انتقاد کوي چې دغو محدودیتونو د دوی پروګرامونه ګډوډ کړي دي. نوید او مقبولې له کوژدې یو نیم کال وروسته تصمیم ونیو چې د کابل ښار د ودونو په یوه تالار کې د واده جشن جوړ کړي، خو د کرونا د محدودیتونو له امله تالارونه تړل شوي او د دوی د واده پروګرام هم لغوه شو. نوید وايي: "موږ تصمیم درلود په نږدې ورځو کې د کابل د ودونو په یوه تالار کې د واده... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند يو مشر سیاستوال تښتول شوی

د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمیټې غړی ملک عبیدالله کاسي د جون په ۲۶مه د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې تښتول شوی دی. د دې ګوند د مشرانو او ځايي‌چارواکو په خبره کاسي خپل کور ته روان وو چې نامعلومو وسله والو د ځان سره بوت. د جون په ۲۷مه د دې ګوند صوبايي‌جنرل سيکريټري مابت کاکا مشال رېډيو ته وويل ملک کاسی د عثمان کاکړ په جنازه کې تر ګډون وروسته خپل کلي کتیر ته پر لارې تښتول شوی. تر پېښې وروسته د عوامي نېشنل ګوند غړو احتجاج وکړ او د کوټې – چمن ترمنځ سړک يې وتاړه. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې کاسي دې پېدا او خوشي کړي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سپېکر قامي اسمبلۍ ته د علي وزیر او خورشيد شاه د وروستلو امر کړی دی

د قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر حکم کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړی خورشید شاه پارليمان ته حاضر کړل شي.   دوی دواړه په بېلابېلو تورونو په جېل کې دي. پر علي‌وزیر د ریاست خلاف د خلکو د پارونې او پر خورشيد شاه د درغليو تورونه دي. دوی دواړه دا تورونه بې بنياده او سياسي سازش ولاړ بولي. په قامي اسمبلۍ کې پر وفاقي بجټ بحث روان دی چې پرې د خبرو لپاره د دې غړو خبره کول ضروري ګڼل شوې. د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن د جون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خېبر پښتونخوا کې د جاني‌خېلو پرلت‌والو او د پاکستان حکومت ترمنځ هوکړه وشوه

په خېبر پښتونخوا کې د جاني‌خېلو پرلت‌والو او د پاکستان د حکومت له‌خوا د ټاکل شوې جرګې ترمنځ هوکړه شوې ده.  د هوکړې له مخې د احتجاج کوونکو غوښتنې منل شوې دي.  د حکومت له‌خوا په جرګه کې مرستیال کمېشنر زبېر احمد نيازي او د خېبر پښتونخوا د ترانسپورټ وزیر ملک شاه محمود وزیر په بنو کې د جون پر ۲۷مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې په منل شویو غوښتنو کې د هغو احتجاج کوونکو خوشې کول هم شامل دي چې پوځيانو نيولي وو، خو دا روښانه نه‌ده چې شمېر یې څومره دی.  د جون پر ۲۳مه نېټه اسلام‌اباد ته د لاريون پر مهال... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

د پاکستان ځيني سیاسي مشران د افغان جګړې حل د افغانانو ترمنځ په خبرو کې ويني

په افغانستان کې په داسې حال کې د تشدد پېښې زیاتې شوې چې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ په قطر کې مذاکراتو څه نتيجه نه ده درلودلې. په افغانستان کې د تشدد دا لړۍ د مې په مياشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل سره تونده شوې ده. په پاکستان کې د سیاسي او مذهبي ګوندونو مشران وايي د دې جګړې د ختمولو لپاره ضرور ده چې افغانان په خپل منځ کې خبرو ته دوام ورکړي او د نړيوالو تر څنګ د افغانستان ګاونډي هیوادونه د لاسوهنې پر ځای مثبت رول ولوبوي.   د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان د جون پر ۲۷مه مشال راډیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل د بهرنیو چارو له نوي وزیر سره ګوري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن د اسرائیل د بهرنیو چارو له نوي وزیر یائیر لاپید سره ګوري.  د دوی لیدنه د ایټالیا په روم ښار کې پلان شوې چېرته چې بلېنکن په درې ورځني سفر بوخت دی.  د دوی د لیدنې یوه اجنډا له ایران سره د اټمي تړون موضوع ده. د ولسمشر جو بایډن اداره هڅه کوي له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون احیا کړي.  اسرائیل په سیمه کې د ایران فعالیتونه خطرناکه بللي او په وار وار یې له دغه هېواد سره د نړۍ په تعامل باندې اندېښنه ښودلې.  د اسرائیلو صدراعظم نفتالي بنت ویلي "د ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: میدان وردګ کې ۵۶ افغان پولیس د طالبانو په لاس اسیر شوي

د میدان وردګ امنیتي چارواکي وايي، ۵۶ افغان پولیس د چک او سیداباد ولسوالیو د سقوط پر مهال د طالبانو په لاس اسیر شوي دي.  دا خبره د میدان وردګ امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار ازادي راډیو ته وکړه. هغه زیاته کړه په مخامخ نښتو کې درې افغان سرتېري او اته طالبان وژل شوي هم دي. ښاغلی مایار زیاتوي: "په خواشینۍ سره د دښمن د پراخو بریدونو وروسته، له ډېر مقاومت سره سره دواړې ولسوالۍ هم چک ولسوالۍ او سیداباد ولسوالۍ، د دښمن لاسونو ته ورغلي. شاوخوا ۳۰ پولیس په سیداباد او ۲۶ نور هم په چک کې د طالبانو په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امرالله صالح خبرداری: له طالبانو سره په ملتیا به پاکستان لویه بیه پرې کړي

د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو له دوام او د دې اړیکو د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي. ښاغلی صالح واشنګټن ته د جمهور رئیس غني په مشرۍ د پلاوي د سفر په اړه یوه یادښت کې چې په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه یې خپور کړی لیکي، دې سفر کې امریکايي چارواکو ته یادونه شوې چې پاکستان د طالبانو د کوربه‌ په توګه د دې ډلې له زېږېدنې تر ننه کولای شي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پام وړ ونډه ولري او د افغانستان په یوه ښه ملګري بدل شي. امرالله صالح اسلام‌اباد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګ ولایت چک او سیداباد ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې

د میدان وردګ ولایت چک او سیداباد ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.  امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار ازادي راډیو ته وویل چې دا ولسوالۍ تر درنو جګړو وروسته طالبانو نیولي او ورسره ۳۰ افغان سرتېري هم ژوندي د طالبانو له‌خوا نیول شوي. ښاغلی مایار زیاتوي: "په خواشینۍ سره د دښمن د پراخو بریدونو وروسته، له ډېر مقاومت سره سره دواړې ولسوالۍ هم چک ولسوالۍ او سیداباد ولسوالۍ، هلته چې کوم قوتونه موجود وو، له مقاومت سره سره خو کله چې د دښمن فشار پري رازیات شو، د دښمن لاسونو ته ورغلي، په دغه کې ګڼ شمېر... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د افغانستان سره پر پوله د اغزن تار کار ۸۸ فېصده پوره شوی: شيخ رشيد

د پاکستان کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد وايي، د افغانستان او ايران سره پر پولو د اغزن تار بشپړولو ته نیږدي شوي دي. شيخ رشيد د جون پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار لګولو چارې ۸۸ فيصده بشپړې شوې  چې راتلونکې مياشت کې به مکمل شي. ده وويل چې له ايران سره پر پوله د غيرقانوني تګ راتګ مخنيوي لپاره د ازغن تار لګولو کار ۴۶ فيصده مکمل شوی او په ډېسېمبر مياشت کې به سر ته ورسېږي. د شيخ رشيد په خبره د دې اغزن تار په بشپړېدو سره به د قاچاقبرانو او وسله والو د تګ راتګ مخه ونيول شي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

بې کوره روسیان د پخواني زندان ودانۍ خپل کور بولي

د روس د یوه پخواني زندان په ودانۍ کې اوس ۱۱۸ غریبې کورنۍ اوسېږي او دغه زندان خپل کور ګڼي چې پکې د بینادي اسانتیاوو سخت کمی دی. دې خلکو د بېلا بېلو مشکلاتو لوجې په دې پخواني زندان کې سر پناه اخیستې. که څه هم دوی د حکومت لخوا د کورونو ورکولو انتظار کوي خو ځینې کورنۍ یې له تیرو ۲۵ کلونو راهیسې په انتظار دي.  په دې هکله د مشال رېډیو د خبر مرکزي څانګې په دې هکله رپورټ برابر کړی چې منورشاه یې درته وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د کرونا له امله مرګونې ورځ؛ ۲۴ ساعتونو کې ۶۱۹ کسان مړه شول

په روسیه کې پرون شنبه د کرونا وبا له امله یوه تر ټولو مرګونې ورځ وه. د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۶۱۹ کسان مړه شوي او هم پر دې ویروس د نویو اخته شویو کسانو شمېر د روانې میاشتې د لومړیو په نسبت دوه برابره زیات شوی دی، یعنې په دې موده کې ۲۱،۶۶۵ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي. د ازادی راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د کرونا ضد واکسین ته د روسیې د خلکو نه‌لېوالتیا او په دې وروستیو کې د دغه ویروس چټکې پراختیا په روسیه کې اندېښنې زیاتې کړې دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: د ولسي پاڅونونو پيل شوې څپه هم هيله بخښونکې ده او هم اندېښمنوونکې

کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې د ولسواليو سقوط، ولسي پاڅونونو او امريکا ته د افغان جمهور رئيس د سفر په اړه سرمقالې او شننې خپرې کړي. هېواد هېواد ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، په وروستيو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د حکومت د وسله‌والو مخالفانو پوځي تحرکاتو زور اخیستی او ځینو ولسوالیو او پوځي مرکزونو سقوط هم کړی دی. ورځپاڼه ليکي، که د دې ولسوالیو او پوځي مرکزونو د سقوط څرنګوالي ته کتنه وشی؛ نو لیدل کېږي چې ځینې یې بې له کوم مقاومته د حکومتي مخالفانو لاس ته لوېدلې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلوچستان کې د عوامي نشنل ګوند یو مشر عبیدالله کاسي بې‌درکه شوی

په بلوچستان کې د عوامي نشنل ګوند یو مشر عبیدالله کاسي بې‌درکه شوی دی.  عبیدالله کاسي کوټې ښار ته نږدې له کچلاغ سیمې څخه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی.  عوامي نشنل ګوند د خپل دغه مشر د بې‌درکه کېدو پر ضد د اعتراض په دود د کوټې-ژوب او کوټې-چمن ترمنځ لویې لارې بندې کړې دي.  تر دې یوه اوونۍ دمخه د دغه ګوند یوه پارلماني غړي عثمان کاکړ د کراچۍ په یوه روغتون کې ساه ورکړه.   عوامي نشنل ګوند تور لګولی چې کاکړ په خپل مرګ نه‌دی مړ شوی، بلکې وژل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د کرونا له مقرراتو سرغړاوی؛ د بریتانیا روغتیا وزیر استعفا وکړه

د بریتانیا د روغتیا وزیر وروسته له دې استعفا وکړه چې د کرونا د مقرراتو د نه‌رعایتولو عکسونه‌یې خپاره شول.  د بریتانیا سن ورځپاڼې د روغتیا وزیر مټ هنکاک (Matt Hancock) داسې عکسونه خپاره کړل چې په خپل دولتي دفتر کې له خپلې یوې مرستیالې سره په غېږ روغبړ کوي او د یو بل مخونه ښکلوي.  پر ۴۲ کلن هنکاک د خپلو همکارانو او عام ولس له لوري په دې اعتراضونه وشول چې ولې یې د کرونا ویروس له کبله لګول شوي مقررات په پام کې نه‌دي نیولي.  دی چې په بریتانیا کې د کرونا وبا په اوج کې د روغتیا وزیر و، په ځلونو په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا میامي ښار نړېدلې ودانۍ کې یو بل مړی وموندل شو

د امریکا د فلوریدا ایالت د میامي ښار په هغې ۱۲ منزله ودانۍ کې یو بل مړی وموندل شو چې درې ورځې وړاندې نړېدلې وه.  د میامي ښاروال ویلي چې تر اوسه پورې د پنځو تنو مړي له کنډوالو راایستل شوي دي.  تر پرون پورې په دې پېښه کې د بې‌درکه شویو کسانو شمېر ۱۵۶ تنه ښودل شوی و.  د پنجشنبې له ورځې چې دا ودانۍ نړېدلې، سلګونه مرستندویان هڅه کوي چې تر کنډوالو لاندې کسان ومومي.

Pa.azadiradio.com 

د ایران مذهبي مشر له ۵،۱۰۰ ډېر بندیان وبخښل

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي تر ۵ زره او ۱۰۰ ډېر بندیان وبخښل.  د خامنه‌يي په وېب‌پاڼه کې پرون په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام د شیعه‌ګانو د اتم امام، امام رضا د زوکړې په مناسبت شوی دی.  په خبرپاڼه کې نه‌دي ویل شوي چې ایا بندیان خوشې شوي او که یوازې یې د خلاصون حکم صادر شوی دی.  د بخښنې نړیوال سازمان ایران په دې تورن کړی چې تورن کسان په عادلانه ډول نه‌محاکمه کوي او پرله‌پسې سیاسي مخالفان نیسي.  دې سازمان دا هم ویلي چې ډېری نیول شوي کسان تري تم کېږي او یا اعدامېږي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا ته د سفر پای؛ افغان ولسمشر بېرته کابل ته ستون شو

افغان ولسمشر اشرف غني چې د یوه پلاوي په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو ته په یوه رسمي سفر تللی و، تیر ماښام بېرته کابل ته ستون شو.   کابل ته ولسمشر د بېرته ستنېدو خبر ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله ټویټرپاڼه کې ورکړی او په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي. افغان ولسمشر واشنګټن ته په دغه دوه ورځني سفر کې چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په بلنه‌یې ترسره کړ، د تېرې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له بایډن سره وکتل. ولسمشر بایډن وویل، که امریکا له افغانستانه ځواکونه باسي، خو له افغانستان سره به په اقتصادي، پوځي او سیاسي برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 103news.com — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media









103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России



Топ 10 новостей последнего часа



Rss.plus


Новости России







Rss.plus
Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России