پکتيا کې د ۱۴ ميلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو شبکه جوړیږي
په پکتيا کې د څه باندې ۱۴ ميلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروژه د کرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې 'EATS' له خوا د پکتیا مرکز ګردېز کې پلي کېږي. د ښاغلي رستمي په خبره، د اوبو لګولو دغه شبکه به د یو کال په موده کې بشپړه شي چې په جوړېدو سره به ېې ۱۰۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي. نوموړی وایي، د دغه ولایت ډېری خلک په کرنه بوخت دي او هڅه روانه ده چې د... Читать дальше...