د افغانستان امنیت شورا: له بګرام پوځي اډې به د ځانګړو عملیاتو لپاره کار واخیستل شي
په افغانستان کې د ۲۰ کلن مأموریت پای او د دې مأموریت له پای سره د بګرام ستره پوځي اډه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوه. افغان پوځ له دې پوځي اډې د ځانګړو عملیاتو لپاره کار اخلي. د افغانستان د ملي امنیت شورا د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۵» په خپله یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې د بګرام پوځي اډې ترڅنګ به د یو شمېر نورو هغو اډو مسؤلیت هم واخلي چې له دې وړاندې د بهرنیو ځواکونو لهخوا یې مشري کېده. د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان پوځ د بګرام اډې ټول مسؤلیت اخیستی. Читать дальше...