له کابل، پنجشیر او ننګرهار پرته ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځبندیز اعلان شو
وروسته له هغې چې ځینې ولسوالۍ طالبانو لاندې کړې او په لویو ښارونو د برید وېره رامنځته شوه، افغان حکومت نوي اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي. د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې یوې باخبرې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې له کابل، پنجشیر او ننګرهار ولایتونو پرته به د شپې ګرځېدنې دا بندیز، په پاتې ۳۱ ولایتونو کې د شپې له لسو د سهار تر ۴ بجو پورې وي. سرچینې زیاته کړه، دغه اقدام ښارونو ته د طالبانو د نفوذ مخنیوي په خاطر شوی، خو ویې نه ویل، چې دا پرېکړه له کومې نېټې د اجرا وړ ده؟ په ورته وخت کې د افغاسنتان... Читать дальше...