د ګرجستان پارلمان کې د واکمن ګوند او اپوزېسیون د وکیلانو ترمنځ اخوډب شوی
د ګرجستان د پارلمان غونډه نن وروسته له هغه مختل شوه چې د اپوزېسیون ژورنالېستان د پارلمان ودانۍ ته ننوتل او ورسره د واکمن ګوند او اپوزېسیون د وکیلانو ترمنځ اخوډب پیل شو. دا هر څه وروسته له هغه پېښ شول چې صدراعظم ایراکلي غَریبا شویلي او د هغه حکومت ته د استعفا لپاره د معترضو خبریالانو ورکړل شوی مهلت نن غرمه پای ته ورسېد. خبریالانو دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې تېره اوونۍ د یوه ټلوېزیوني چینل یو کمرهمن په پلازمېنه تبلیسي کې د یوه پرېډ پر مهال ووهل شو او ورپسې یې د مړینې خبر ورکړل شو. د پارلمان... Читать дальше...