د قرغزستان او تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ بیا نښته شوې
د قرغزستان د سرحدونو د ساتنې د خدماتو اداره وايي، پرون یوځل بیا د دې هېواد او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې. دې اداره ویلي، نښته هغه مهال پیل شوه چې قرغزي ځواکونو د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د برید پر وړاندې د دفاع لپاره وسله پورته کړه. د تاجکستان لوري تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د تاجکستان او قرغزستان په ګډون د منځنۍ آسیا ځینې هېوادونو له اوږدو کلونو راهیسې په خپلو کې سرحدي لانجې لري.