د یوناما مشرې عبدالله سره پر ځینو مسایلو خبرې کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مشرې د ملي مصالحې عالي شورا له پخواني مشر سره ټروریزم په وړاندې پر مبارزه او نورو موضوعاتو خبرې وکړې. د یوناما د یوې لنډکۍ اعلامیې له مخې، دیبورا لاینز چې کاري موده یې په افغانستان کې په ختمېدو ده، پرون له عبدالله عبدالله سره د ټولشموله حکومت پر تشکیل او د افغانستان په راتلونکي کې د سیمې پر کلیدي نقش هم بحث وکړ. عبداله عبداله تر یوې نیمې میاشتې وروسته پرون بېرته افغانستان ته ستون شو.