د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالیو جدول اعلان کړ
د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالیو جدول اعلان کړ. د دغه لیګ سیالۍ به د راتلونکې جولای میاشتې په اتلسمه په کابل کې پیل او د اګست تر پنځمې دوام وکړي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل، چې د سیالیو دغه جدول ښه برابر شوی او ټول مهم ټکي په کې په پام کې نیول شوي دي. ټاکل شوې، چې د دې سیالیو لومړۍ لوبه د کابل د عقابانو او د مس عینک د ټیمونو ترمنځ وشي.