اروپايي اتحاديې اوکراين او مولداويا ته د غړيتوب ورکولو وړانديز کړی
اروپايي اتحادیې د خپلې سرمشریزې د نهايي اعلامیې په مسوده کې اوکراین او مولداویا ته د غړیتوب ورکولو وړاندیز کړی دی. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د دې سند یوه کاپي ترلاسه کړي چې پر اساس یې ویل شوي؛ د اروپا شورا پرېکړه کړې چې اوکراین او مولداویا ته غړیتوب ورکړل شي. اوکراين، مولداويا او يو شمېر نورو هېوادونو اروپايي ټولنه کې د غړيتوب غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.