افغان ځواکونو په زابل کې د طالبانو له زندانه ۲۸بندیان خوشې کړي
دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې طالبانو دا کسان د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې بند ساتلي وو.
د بیان له مخې په ۲۸ خوشې شویو کسانو کې ۱۶ يې ملکي وګړي دي.
دفاع وزارت وايي، د چاپې پر مهال دوه وسلهوال هم وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پورې پهدې اړه څه نهدي ویلي.