په غزني کې بمي چاودنې ۹ ملکي کسان ټپیان کړل
د ولایت ویاند محمد عارف نوري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:"په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله نن غرمه دولس نیمې بجې د ښار په بزازي سیمه کې چاودنه رامنځته شوې ده چې نهه تنه یې ټپیان دي کړي دي، په ټپیانو کې درې ماشومان، دوه ښځې او څلور نور عام کسان دي، د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی."
نوري زیاتوي چاودنه د ټرافیک پولیسو رینجر ته څيرمه شوې ده، شاید موخه یې هم هغوی وو، خو هغوی ته کوم زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه پورې کومې وسلهوالې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.