جنرال حبیب احمدزی لویه څارنوالۍ ته حاضر کړای شو
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن رسنیو ته وویل چې جنرال احمدزی حاضر شو او څارنوالانو ترې د هغه د ادعاوو او تورونو د سپیناوي لپاره اسناد او شواهد وغوښتل.
د ښاغلي رسولي په وینا جنرال احمدزي د خپلو تورونو د اثبات لپاره کوم ثبوت او سند وړاندې نهکړ، خو ویې ویل چې دی به تر راتلونکي اوونۍ اسناد او شواهد وړاندې کړي.
جنرال احمدزي پهدې وروستیو کې تور پورې کړی و چې په ارګ کې جنسي او مالي فساد موجود دی، خو د افغانستان جمهوري ریاست د ښاغلي احمدزي تورونه بې اساسه بللې دي.