کرزي افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر ملي ډيالوګ ټينګار کړی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د اروپايي ټولنې له یوې چارواکې سره د کتنې پر مهال، په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره پر ملي ډیالوګ ټینګار وکړ. د ښاغلي کرزي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پخواني ولسمشر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې رافائلا یودیچه سره پرون په کتنه کې دا خبرې وکړې. په دې کتنه کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه هم وشوه. طالبانو لا هم په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه... Читать дальше...