د هوا پېژندنې ادارې په يو شمېر ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی
د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي چې، نن به د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې شدید ورښتونه وشي چې له کبله یې د سېلونو د راوتلو احتمال شته. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې او دغه راز د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو وړاندوینه کړې چې، نن به د ورښتونو له کبله په ځانګړي ډول د کوکچې، تالقان، بغلان، پنجشېر او غوربند سیندونو د اوبو سطحه لوړه او ښايي د سېلونو د راوتلو سبب شي. د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت هم په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې له هغو کسانو، چې د دغو سیندونو غاړو ته نږدې مېشت دي غوښتي چې د سېل خطر ته پام ولري.