خليلزاد: د ملګروملتونو د سرمنشي په کوربهتوب دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړيږي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش به شاوخوا دوه اوونۍ وروسته په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي. دا غونډه داسې مهال جوړېدونکې ده چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که طالبان د دوی ښځینه همکارانې بېرته کار ته پرېنږدي، له افغانستانه به د وتلو زړه بوږنوونکې پرېکړه وکړي. خلیلزاد تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، ښاغلی ګوتېرش به د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د مې په لومړۍ نېټه په دوحه کې غونډه ولري. Читать дальше...