Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto



Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Май
2023

Новости за 09.05.2023

Pa.azadiradio.com 

د عمران خان له نيول کېدو وروسته د هغه د پلويانو او پوليسو ترمنځ شخړې شوي

د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کېدو وروسته د هغه د پلویانو او د بلوا ضد پولیسو ترمنځ د اخ و ډب راپورونه ورکړل شوي دي. عمران خان نن په اسلام‌اباد هغه مهال ونیول شو چې د فساد د څو تورونو په قضیه کې د سپیناوي لپاره یوې محکمې ته ورغلی و. د عمران خان د تحریک انصاف ګوند یوه جګپوړي مشر فواد چودري نن وویل، مخکینی صدراعظم د اسلام‌اباد د عالي محکمې له ودانۍ د احتساب د ملي ادارې د کارکوونکو له‌خوا د ځانګړیو پولیسو یوه موټر ته واچول شو. چودري د عمران خان نیول کېدل یرغمل کېدو ته ورته بللي دي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د پاکستان مخکینی صدراعظم نیول شوی

د پاکستان مخکینی صدراعظم نیول شوی او تمه ده چې نن به د فساد ضد یوې محکې ته حاضر شي. تحریک انصاف ګوند چې عمران خان یې مشري کوي، د چارواکو د دې اقدام پرضد محکمې ته شکایت کړی دی. عمران خان د فساد په څو قضیو کې په لاس لرلو تورن دی.

Mashaalradio.com 

د عمران خان پلويان د کور کمانډر کور ته ننوتلي

په لاهور کې د عمران خان پلويان د پاکستاني پوځ کور کمانډر کور ته ننوتلي‌او هلته یې شيان مات کړي دي. دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د تحريک انصاف مشر عمران خان نن د مې پر نهمه، په اسلام اباد کې د درغليوو په يوه مقدمه کې ونيول شو. نوموړی دا تورونه ردوي. عمران خان تر دې مخکې پر پوځ تور پورې کړی وو چې پوځ نه غواړي نوموړی په واک کې راشي خو پوځ دا تورونه بې بنیاده بولي. د طاهر جميل په دې ويډيو کې په لاهور کې د تحريک انصاف د پلويانو او پولیسو ترمنځ نښتې ګورئ.

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر افغان مېرمنو په بېلابېلو هېوادونو کې سوداګريز کاروبارونه پيل کړي

په دې وروستیو کې یو شمېر افغان کډوالو مېرمنو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې واړه او لوی کاروبارونه پيل کړي چې ځينو یې نورو افغان مېرمنو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. بشرا فرکېش د تخار ولایت اوسېدونکې ۲۷ کلنه مېرمن ده چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو یوه ورځ مخکې له افغانستانه ووتله. نوموړې چې د ادارې، سوداګرۍ او کمپیوټر ساینس په برخه کې دوه لېسانسه لري او اوسمهال له خپل خاوند او زوی سره په امریکا کې ژوند کوي، په دې وروستیو کې یې د زري په نوم د افغاني جامو یوه برانډ جوړ کړی دی. بشرا فرکېش... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د عمران خان د نيول کېدو پر ضد د هغه د پلويانو مظاهرې

د مې پر نهمه، د رينجرز ځواکونو لخوا د پاکستاني پخواني وزیراعظم او تحريک انصاف مشر عمران خان تر نيول کېدو وروسته د هغه پلويانو مظاهرې پيل کړې دي. احتجاج کونکو د پوځي مرکزونو مخې ته د هغوی په خلاف نعرې ووهلې او د عمران خان د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه. عمران خان تور پورې کړی وو چې پوځ نه غواړي هغه بیا په واک کې راشي. پوځ دا تورونه بې بنياده بللي دي. د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو ښارونو او اسلام اباد څخه د دې مظاهرو ويډيوګانې عظمت علي شاه، وسيم سجاد، نياز احمد خان، عمران يونس، او ځلاند يوسفزي راليږلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نی: طالبانو په خوست کې د رسنيو څلور کارکوونکي نيولي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، د طالبانو امربالمعروف ادارې په خوست کې د رسنیو څلور کارکوونکي نیولي دي. د افغانستان د ازاد رسنیو د ملاتړې ادارې یا ­­­"نی" مسوول وايي، د طالبانو له‌خوا د رسنیو د څلورو نیولو شویو کارکوونکو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه‌شته. د نی مسوول ظریف کریمي نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په دې اړه يې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره تماسونو بې پایلې وو. ظريفي وايي: "پرون په خوست ولایت کې د سیمه‌ییزو رسنیو څلور مسوولان د امر بالمعروف ادارې له‌خوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: کابل کې د داعش د خراسان څانګې مرستیال وژل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبرداری ورکړی چې د داعش د خراسان څانګې مرستیال انجینر عمر د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو د استخباراتو په ځانګړو عملیاتو له‌منځه تللی. داسې مهال چې طالبان هر ځل ادعا کوي چې په افغانستان کې یې داعش ډله له‌منځه وړې، خو باختر خبري اژانس نن خبر ورکړی چې په کابل کې د داعش د خراسان څانګې د والي مرستیال انجینر عمر وژل شوی دی. باختر اژانس په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، انجینر عمر د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو د استخباراتو په ځانګړو عملیاتو کې د کابل د بګرامیو ولسوالۍ، بتخاک څلور لارې کې د شمشاد کوڅې ته نږدې وژل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د مې تر اوومې د اوکراين جګړه کې ۸۷۹۱ ملکيان وژل شوي

ملګري ملتونه وایي، د مې تر اوومې نېټې په اوکراین کې د روسیې له‌خوا د جګړې له پیل راهیسې ۸۷۹۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنیر دفتر نن وویل، په دې موده کې نور ۱۴ زره او ۸۱۵ ملکیان ټپیان شوي دي. د مرګژوبلې نوې شمېرې ښيي چې څه باندې ۷۵ سلنه مړینې په هغو سیمو کې پېښې شوي چې د اوکراین حکومت پرې کنټرول لري. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویلي، ګومان کوي چې د مرګژوبلې حقیقي شمېرې به له دې ډېرې زیاتې وي، ځکه په ځینو سیمو کې شدیدې جګړې شوي چې د مرګژوبلې په اړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مو ښځینه کارکوونکې له ځورونو، ګواښونو او توقیف سره مخ شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند ادارو کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو په کار له بندیز وروسته په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي وايي، د دوی یو شمېر ښځینه کارکونکې د تګ راتګ له محدودیتونو لکه ځورونې، ګواښونو او توقیف سره مخ شوي. یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، د فبرورۍ او اپرېل میاشتو پېښو ته کتنه کړې او ویلي يې دي چې له همدې امله یې خپلو ټولو کارکوونکو ته امر کړی چې لږ تر لږه د ۲۰۲۳ کال د مې تر پنځمې پورې دې دفترونو ته رانه‌شي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د طالبانو په لاس ماورای عدالت قتلونه دوام لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (يوناما) ويلي چې په دغه هېواد کې د طالبانو لخوا ماورای عدالت قتلونه، د مدني فعالانو نيول او له بشري حقونو سرغړونې روانې دي. يوناما د مې پر نهمه، د فبرورۍ، مارچ او اپريل مياشتو کې په افغانستان کې د شويو پېښو په اساس خپل يو راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې پر طالبانو يو ځل بیا غږ شوی چې د بشري حقونو احترام دې وکړي، ښځې دې په غيرسرکاري ادارو کې کار او نجونو ته دې ټولو ښوونځي پرانیزي. ماورای عدالت وژنې او ځورونې د يوناما په راپور کې راغلي چې په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چين، پاکستان او طالبانو ګډه اعلاميه؛ له امنيتي ګواښونو سره د مبارزې غوښتنه شوې

د چین، پاکستان او طالبانو په ګډه اعلامیه کې د هغو امنیتي ننګونو د مقابلې غوښتنه شوې چې د نړۍ امنیت ګواښي. چین، پاکستان او د طالبانو حکومت د هغو امنیتي ننګونو سره د مقابلې پر اړتیا ټینګار کړی چې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي او د ټولې سیمې پر ثبات او اقتصادي هوساینې مستقیمه اغېزه کوي. دوی په اسلام‌اباد کې له درې اړخیزې غونډې وروسته چې د مې په ۶مه نېټه یې کړې، تېره شپه په یوه ګډه اعلامیه کې لیکلي، د تحريک طالبان پاکستان، شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو په شمول هيڅ فرد، ډلي او جهت ته... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان د درغليوو په يوه قضيه کې ونيول شو

القادر ټرسټ د القادر پوهنتون د معياري کولو لپاره جوړ شوی وو او بسپنې پکې راټولېدلې. پر عمران خان تور دی چې د ټرسټ په دې پیسو کې یې درغلي کړې او هغه یې بې ځايه کارولې دي. عمران خان دا تورونه ردوي‌ او په دې اړه مقدمو ته حاضر شوی وو.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان ونیول شو

د پاکستان مخکینی صدراعظم نیول شوی او تمه ده چې نن به د فساد ضد یوې محکمې ته حاضر شي. د پاکستان د تحریک انصاف ګوند چارواکي وايي، د دې ګوند مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان د پنجاب ایالت په جیلم ولسوالۍ کې د القادر پوهنتون د بسپنې د پروژې د فساد په قضیه کې د لاس لرلو په تور د پلازمېنې اسلام‌اباد په یوه محکمه کې نیول شوی دی. د دې پوهنتون بنسټ عمران خان، د ده مېرمنې بشری بي بي او د ده دوو نږدې همکارانو ذوالفقار بخاري او بابر اعوان ایښی او د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دوی هم په دې قضیه کې چې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو په ویاړ مراسم پیل شوي

د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو په ویاړ د پوځي پرېډ مراسم نن د روسیې د پلازمېنې مسکو په سره ډګر کې پیل شول. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اوکراین جګړې ته چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا تر ټولو لویه ځمکنۍ جګړه ګڼل کېږي، دوام ورکوي. د پوتین په مشرۍ دا مراسم د پخوانیو کلونو پرتله پیکه ښکارېدل، خو بیاهم د منځنۍ آسیا د څلورو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشران همداراز د ارمنستان ولسمشر د ده ترڅنګ په دې مراسمو کې ولاړ وو. د تېرکال په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې ماین چاودنې درې ماشومان وژلي

په کندهار ښار کې د یوه ماین چاودنې درې ماشومان وژلي. په کندهار کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ازادي راډیو ته تایید کړه چې دا پېښه بېګا ناوخته په پنځمه ناحیه کې شوې ده. د چارواکو په وینا قربانیان دوه ورونه او یوه خور وو چې په یوه تش کور کې یې چې تازه خلک ترې کډه شوي وو چې قنداني ته په ورته ماین لوبي کولې او د چاودنې پرمهال درې واړه وژل شوي. چارواکو نه دي ویلي چې له دې کوره کډه شوي خلک څوک وو او ماین څرنګه هلته ترې پاتې شوی وو.

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي کمېسیون مشره کییف ته رسېدلې

د اروپايي کمېسیون مشره د اوکراین له ولسمشر سره د خبرو لپاره نن کییف ته ورسېده. اورزلا فان ديرلین پر خپل ټویټر لیکلي، خوشاله ده چې یوځل بیا کییف ته هغه ځای ته رسېدلې ده چې د دوی له ارزښتونو څخه هره ورځ هلته دفاع کېږي. پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته دا اوکراین ته د مېرمن فان دیرلین پنځم سفر دی. اورزلا فان دیرلین د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د هغې پرېکړې هرکلی هم کړی چې د مې نهمه د اروپا د ورځې په نوم ونومول شي. دا طرح په ۱۹۵۰کال کې د فرانسې د بهرنیو چارو د وخت وزیر رابرت شومان وړاندې کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

راپور: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو ښځینه کارکوونکې ځورول کېږي

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د دې سازمان د دفترونو ښځینه کارکوونکې ځورول کېږي. دا راپور چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما نن سهار خپور کړ د فبروري او اپرېل میاشتو ترمنځ موده رانغاړي او په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته ګوته نیسي. په راپور کې یادونه شوې چې د ملګرو ملتونو د دفترونو څو ښځینه کارکوونکې د تګ راتګ پرمهال له ناوړه چلند، ګواښونو، ځورونو او توقیف سره مخامخ شوي. په راپور کې د طالبانو دا اعلان چې د تېرې اپرېل میاشتې په لومړیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د يوټيوب چلوونکو فعاليتونه او مينه‌وال زيات شوي؛ دوی څه خپروي؟

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د یوټیوب چلونکو فعالیتونه زیات شوي چې دوی د بېلابېلو ویډیو پروګرامونو په لرلو سره پر کور دننه او بهر ګڼ مینه‌وال موندلي. ۲۵ کلن میوند او د هغه ۲۴ کلنه مېرمن رخسار وصیل، له نږدې یوه کال راهیسې د 'شبکه‌ی ما' په نوم یوټیوب چینل جوړ کړی دی. په یوټیوب چینل کې د دوی ویډیوګانې د دوی د ورځني کورني ژوند ډېری برخې ښیې، کوم چې ظاهراً د دوی د لیدونکو د خوښې وړ ګرځي. میوند وصیل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ ډېری وخت هڅه کوو چې د کورنیو لپاره خپرونې ولرو. د پخلي خپرونې او تفریحي وبلاګونه لرو. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د جنوبي وزيرستان عرفان مسید ۷۰ نړیوال رېکارډونه جوړ کړي

د جنوبي وزيرستان عرفان مسید د لوبو په برخه کې ۷۰ نړيوال رېکارډون جوړ کړي دي. نوموړی د ناامنۍ له وجې له بې کوره کېدو وروسته په ډېره اسماعيل خان کې د ميکسډ مارشل ارټ اکېډمي جوړه کړې ده. د هغه زياتره شاګردان هم بې کوره کړل شوې ځوانان دي. د نوموړي شاګردان یې هم له لسو زيات نړيوال ريکارډونه لري. مسید تېره میاشت د پاکستان صدارتي اېوارډ هم واخيست.

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو، روغتیایي چارواکو او فعالانو په ټوله نړۍ کې د توبرکلوز يا نري رنځ واکسین پر تولید د پانګونې د زیاتوالي او د دغې ناروغۍ د زیاتېدو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې ده. د اسوشېټېډپریس خبري اژانس د راپور له مخې، دغو کسانو پرون په یوه غونډه کې وویل چې د کوېډ۱۹ او د اوکراین او سوډان په څېر شخړو له کبله د توبرکلوز پېښې ډېرې شوي دي. د توبرکلوز د پای ته رسولو یا 'STOP TB' خوځښت اجرایي مدیرې لوسیکا دیتي یو ویلي چې نن سبا توبرکلوز په نړۍ کې تر ټولو لویه عفوني ناروغي ده. د هغې په خبره، دا ناروغي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ویلتنګرهیلف موسسه: په افغانستان کې د مرسته رسونې چارو ته دوام ورکوو

د جرمني یوې غیرانتفاعي موسسې ویلي، د طالبانو له محدودیتونو سره سره په افغانستان کې د مرستو رسونې چارې ته دوام ورکوي. د ډي پي اې اژانس د راپور له مخې د ویلتنګرهیلف په نوم دغې موسسې پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده. دغې موسسې ویلي، کله چې په تېره دسمبر میاشته کې طالبانو په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوه، دوی د لنډمهال لپاره، یعنې د فبرورۍ تر نیمایي پورې خپلې پروژې وځنډولې. دغې موسسې ویلي، له اسلام پلوه چارواکو سره تر خبرو وروسته هوډ لري دا ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې محلي ښځو او نجونو ته رسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له ۱۲ زره ډېر ماشومان پر تلاسیميا ناروغۍ اخته دي

په افغانستان کې د وینې مرکزي بانک وايي، له دوی سره څه باندې ۱۲ زره داسې ماشومان ثبت دي چې په تلاسیميا اخته دي. د دغه بانک رییس ډاکتر محمد ناصر صادق پرون په کابل کې د تلاسیميا د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: "د وينې ملي بانک په ټول هېواد کې دغو ناروغانو ته په يو شمېر مرکزونو کې ٩٦ زره اته سوه څلوروېشت واحده وينه وېشلې ده." ډاکتر صیاد زیاته کړه چې د تلاسیميا ناروغان اوس له یوې لویې ستونزې سره مخ دي، ځکه چې د دوی یوازینۍ درملنه وینه اخیستل دي، خو د وینې اخیستل په بدن کې د اوسپنې اندازه زیاتوي او د کمولو لپاره یې درمل ګران دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

متقي: افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې نه‌شته

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کوي چې په افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې نه‌شته. امیرخان متقي دا خبره پرون په اسلام‌اباد کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه. نوموړي وويل: "دا ټولې پروپاګاندې دي دا ټول د بدنامۍ هڅې دي. په افغانستان کې نه ترویستي ډلې شته، نه هلته فعالیت کولای شي. نه موږ د فعالیت اجازه ورکوو." متقي داسې وخت دا ادعا کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري څه وخت مخکې ویلي وو، په افغانستان کې داعش، ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان، چین ته ګواښ پېښوونکې ډلې او نړۍ... Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России





Топ 10 новостей последнего часа




Новости России

Спортсмены Серпухова поучаствовали в турнире «Eurasia Pankration OpCup 2024»

Мемориальную доску Герою СССР Григорию Бояринову открыли в школе № 3 в Балашихе

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» помогает Государственной Думе РФ оптимизировать налоговую сферу. «СВЯТОЙ кибер ЛЕНИН» удаляет налоги: перезагрузка.

Источник 360.ru: в Духовском проезде в Москве в ДТП с трамваем погиб мотоциклист


Москва

Наталья Которева презентовала новый трек «Как в сериале»






Rss.plus
Moscow.media
Москва

Неделя мэра: завод «Москвич», гранты для школ искусств и система городских вокзалов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Михаил Кутушов

Не чувствую руку: Доктор Кутушов рассказал к чему приводит частое онемение конечностей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»


Уимблдон

«Подача на победу на Уимблдоне». Гвардиола – о заключительном туре АПЛ



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Шарий: госсекретарь США Блинкен приехал в Киев из-за наступления ВС РФ



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России