د افغانستان بانک زاړه بانکنوټونه راټولوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د زړو بانکنوټونو د راټولولو خبر ورکوي. دغه بانک نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د لسو او شلو زړو بانکنوټونو راټولول پیلوي او پر ځای به نوي بانکنوټونه بازار ته له فیس او کمېشن پرته عرضه کړي. د افغانستان بانک په خبره، دا پروسه به د غبرګولي په شپاړلسمه پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې خلکو په بازارونو کې د افغانیو د کمښت او د زړو بانکنوټونو له شتون څخه شکایت درلود.