د افغانستان په ځینو ولايتونو کې د ملخانو د پيدا کېدو له کبله خبرداری ورکړل شوی
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان په ۸ شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د ډېر شمېر ملخانو د پيدا کېدو له کبله خبرداری ورکړی دی. دې ادارې په دې اړه یوه راپور کې چې پرون چهارشنبه یې خپور کړی ویلي، دغه ملخان په بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان، سرپل او تخار ولایتونو کې لیدل شوي دي. یادې ادارې ویلي، دغه ملخان هغه کرنیز محصولات او شنه بوټي خوري چې په افغانستان کې کرل او یا هم شنه کېږي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې دغه ملخان بزګرانو، ټولنې او ټول هېواد ته یو لوی ګواښ دی. Читать дальше...