ملګري ملتونه له طالبانو سره د مرستو وېش لپاره د همغږۍ کمېټه جوړوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو له طالبانو سره موافقه وکړه چې د مرستو د سم وېش لپاره به د طالبانو د سرپرست حکومت له ادارو سره د همغږۍ یوه کمېټه جوړه کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په خپل ټویټر کې د دې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړ. دا خبر وروسته تر دې خپور شو چې په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې پرون د ملګرو ملتونو ادارو او د طالبانو د سرپرست حکومت د استازیو غونډه جوړه شوه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي رامز الاکبروف چې د یوناما... Читать дальше...