متقي له قطري استازي سره پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسئلو خبرې کړي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسلو خبرې کړي دي. د متقي او مطلق القحطاني په خبرو کې ویل شوي چې په هره برخه کې باید همکاري دوام پيدا کړي چې د افغانستان د پراختیا لپاره ګټوره تمامه شي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې القحطاني د افغانستان اوسنی وضعیت د قناعت وړ بللی او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي چې طالبانو سره تعامل وکړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...