ځینې اقتصاد پوهان او افغانان: د اقتصادي بحران د مهارولو لپاره اساسي کار نه دی شوی
ځینې اقتصاد پوهان او عام افغانان وايي، د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې د اقتصادي بحران په مهارولو کې د یوه مسوول حکومت په څېر رول نه دی لوبولی. ځینې اقتصاد پوهان او عام افغانان وايي، ورځ تر بلې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر ډېرېږي چې ښيي د طالبانو په تېره دوه کلنه واکمني کې د بېوزلۍ او اقتصادي بحران د مهارولو لپاره اساسي کار نه دی شوی. د کابل یوه اوسېدونکې چې سینګارتون یې په وروستو کې تړل شوی، وايي، د دې په څېر د زرګونو نورو کورنیو د عاید لارې د طالبانو د محدودېتونو له امله په تېرو ۲ کلونو کې تړل شوي دي. Читать дальше...