د یوې څارنوالې ښځې ترېخ ژوند ؛ " بندۍ غوندې ژوند کوم"
د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام عدلي او قضایي کارکوونکي د طالبانو په واکمنۍ کې له ګواښونو شکایت لري. د دوی ځينو تبعیدي ټولنو بیا ویلي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې لسګونه دغه ککارکوونکي نیولي، شکنجه کړي او ان وژلي. ګلاب الدین غبار، په دې راپور کې د یوې پخوانۍ ښځينه څارنوالې ژوند انځور کړی.