اوبو کموالی؛ د کندهار اوسېدونکي د څښاک اوبو لپاره اوږده مزلونه وهي
د کندهار اوسېدونکې د اوبو د کمښت سره مخ دي او دا ستونزه ورځ تر بلې په پراخېدو ده. د دغه ولایت اوسېدونکي اړ دي چې د اوبو راوړلو لپاره څو کیلومتره مزل وکړي او هلته د څښاک اوبو د ترلاسه کولو په خاطر ساعتونه ساعتونه د اوبو خیریه ذخیرو ته په نوبت ودرېږي. بلخوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست مسوولان وايي، د کندهار ښار د اتیا زره کورنیو څخه یوازې شاوخوا ۹ زره کورنیو ته اوبه رسولي دي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: