Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Сентябрь
2023

Новости за 03.09.2023

Pa.azadiradio.com 

د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړیوال مرکز: طالبانو د ښځو له منزوي کولو سره جنسیتي تبعیض په پراخه کچه بنسټیز کړی

د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړیوال مرکز وايي، طالبانو په افغانستان کې له ټولنې څخه د نجونو او ښځو په حذفولو سره، د دوی پر وړاندې جنسیتي تعبیض په پراخه کچه او سیستماتیک ډول بنسټیز کړی دی. خو د طالبانو حکومت تل ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي. د دغه مرکز په یوه نوي راپور کې چې د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (اوچا) په یوه وېب‌پاڼه کې خپور شو، راغلي چې پر بنسټیزو ازادیو د محدودیتونو دوام او په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو او... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

نصرت الله شهاب له خبریالۍ تر مزدورۍ

نصرت الله شهاب چې په افغانستان کې وو نو خبریالي به یې کوله خو اوس چې پېښور ته کډه شوی کباړ ټولوي او د ژوند له سختو شېبو نه تېرېږي. نوموړی د دې باوجود چې ناجوړه دی رېړه یې لګولې او خواري، مزدوري کوي. هغه ارمان لري چې لوړې زده کړې وکړي او خپل اصلي مسلک ته وروګرځي. نور حال د وقاص خان په دې ویډيويي راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

اوکراین:مدافع سیستم مو د ایران ۲۲ هغه بې پيلوټه الوتکې غورځولي، چې روسیې پرې نښه کولو

د اوکراین هوايي ځواک وايي، چې د هوايي مدافعې سیسټم یې نن سهار وختي د روسیې له ۲۵ د ایران ساحت شاهد ډوله ډرونونو څخه ۲۲ راغورځولي دي. اوکرایني چارواکي وايي د روسیې دا بې پیلوټه الوتکې په جنوبي ښار اودیسې کې د دانیوب سیند پر بندري تاسیساتو د بریدونو د لړۍ پرمهال په نښه شوې. د دوی په وینا دې بریدونو شاوخوا درې نیم ساعته دوام وکړ.  د روسیې پوځ نن سهار وویل، چې ډرونونو یې تېره شپه د ناټو د غړې رومانیا په سرحد کې د دانیوب سیند پرغاړه د اوکراین بندري تاسیسات چې د غلې دانې د صادراتو لپاره مهم وو، په نښه کړل او ټاکلي اهدف یې ټول وویشتل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسیا جام؛ افغانستان او بنګله دېش سیالي پیل کړې

د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ سیالي پیل شوې ده. بنګله دېش پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. دغه سیالي د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې جریان لري. په ننۍ سیالۍ کې د افغانستان په ۱۱- کسیزه لوبډله کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب اللهځدراڼ، محمدنبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب الرحمن او فضل حق فاروقي لوبه کوي. د بنګله دېش لپاره بیا محمدنعیم، مهدي حسن میراز، نجم الحسین شانتو، شکیب الحسن، توحید رېدوی، مشفق الرحیم،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراق: د کرکوک اعتراضونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

د عراق په کرکوک ښار کې د اعتراضونو پرمهال درې کسان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي. د یوه سیمه ایز روغتون مشر زاهد خلف فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي، چې دوه کسان په سر او دریم په ټټر په مرمۍ لګېدلي دي. په کرکوک کې چې د څو توکمونو وګړي ژوند پکې کوي، له څو ورځني کړکېچ وروسته ګرځبندیز لګیدلی دی. ګرځبندیز پرون مازیګر وروسته له هغه اعلان شو، چې په سیمه کې دوه سیالې ډلې؛ یوې خوا ته کردان او بلې خوا ته ترکمنان او عربان د اعتراضونو لپاره راووتل. دا اعتراضونه د امنیتي ځواکونو له شتون سره سره په تاوتریخوالي واوښتل.

Pa.azadiradio.com 

اوکراین: د روسیې ۲۲ بې پيلوټه الوتکې مو را غورځولې دي

د اوکراین هوايي ځواک وايي، چې د هوايي مدافعې سیسټم یې د روسیې له ۲۵ ډرونونو څخه ۲۲ راغورځولي دي. اوکرایني چارواکو نن وویل، د روسیې دا بې پیلوټه الوتکې په جنوبي ښار اودیسې کې د دانیوب سیند پر بندري تاسیساتو د برید پرمهال په نښه شوې دي. د دوی په وینا دې بریدونو دوه ملکي وګړي ټپیان کړي دي. مسکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړتوب د تړون تر فسخ کېدو وروسته دانیوب سیند، د اوکراین د غلې د صادراتو په اصلي لاره بدل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د رزمي لوبو افغان لوبغاړي فرید بشارت خپل برازیلي سیال مات کړ

د ګډو رزمي ورزشونو یا MMA افغان لوبغاړي فریدبشارت د خپل برازیلي سیال کلیدسن رودریګوز په ماتولو سره د خپلو پرله پسې بریاوو ریکارډ وساته. په پاریس کې په بیګانۍ مسابقه کې بشارت خپل سیال د لومړي رونډ په څلورو دقیقو او پنځلسو ثانیو کې د سبمیشن په وسیله ناک اوټ کړ. بېګانۍ لوبه د بشارت یوولسمه پرله پسې بریا وه. ۲۶ کلن فریدبشارت او ورور یې جاوید په برېتانیا کې دېره افغانان دي، چې د نړۍ په ترټولو لوی سازمان UFC کې مسابقې کوي. جاویدبشارت هم د ۱۴ پرله پسې بریاوو ریکارډ ساتلی دی.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې نن سره لوبیږي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیا کپ د لوبو په لړۍ کې نن له بنګلدېش سره مخامخ شي. دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو د پاکستان د لاهور ښار په سټډیوم کې پلان شوې ده. په دې لړۍ کې تراوسه درې لوبې شوي؛ پاکستان نیپال ته ماتې ورکړې، بنګلدېش د سریلانکا پر وړاندې ماتې خوړلې او د هند او پاکستان ترمنځ بېګانۍ لوبه د باران له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده. د افغانستان دوهمه لوبه به د سه شنبې په ورځ له سریلانکا سره وي. د اسیا کپ په لوبو کې پاکستان، هند او نیپال په الف ګروپ کې او... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان ټولو ولایتونو ته مو د ناروغیو د مخنیوي لپاره معلوماتي پاڼې واستولې

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان ټولو ولایتونو ته د ناروغیو د مخنیوي لپاره د ژوند ژغورونکو معلوماتو د استولو خبر ورکوي. WHO نن پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي، چې د تعلیمي او معلوماتي موادو شاوخوا یو میلیون نسخې ولایتونو ته پر لاره دي څو د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د ټولنو په پوهاوي کې مرسته وکړي. WHO اوس مهال د ټول هېواد په کچه د ځانګړو ناروغیو د ۱۳ روغتونونو، د ۶ سیمه ایزو روغتونونو، ۲۶ ولایتي روغتونونو، د ولسوالیو په کچه د ۶۹ کلینیکونو او همداراز د څو نورو روغتیايي مرکزونو ملاتړ او لاسنیوی کوي.

Pa.azadiradio.com 

خوړو نړیوال پروګرام: لوږې وهلو افغان زده کوونکو ته انرژي لرونکي خواړه ورکوو

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي، هره ورځ افغان زده کوونکو ماشومانو ته د انرژۍ لرونکي خواړه ورکوي ځکه ډېری زده کوونکي په وږي نس ښوونځیو ته ځي. WFP پر ایکس شبکه په یوه خپره شوې ویډیو کې وايي، دا مواد چې د بیسکیټونو بڼه لري هره ورځ د ښوونکو له خوا په ټول هېواد کې د لومړنیو ښوونځیو پر شاوخوا اوه سوه زره زده کوونکو نجونو او هلکانو ویشل کېږي. د WFP د معلوماتو له مخې په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو څخه نهه یې کافي خواړه نه لري. د ملګروملتونو بېلابېلو ادارو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برېتانیا کې د "نیمه پېړۍ غمیزه او د نجات لارې" په نوم غونډه؛ ګډونوال یې: د افغانستان د کشالې سوله ییز حل غواړو

د برېتانیا له بېلابېلو سیمو یو شمېر راټولو شویو افغانانو د سپټمبر په دویمه د ملي محور فورم له‌خوا د "نیمه پېړۍ غمیزه او د نجات لارې" تر عنوان لاندې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه غونډه کړې ده. په برېتانیا کې د ملي محور فورم د سیاسي خوځښت مشر حنیف الکوزي ازادي راډیو ته وویل، په دې غونډه کې چې د سولې، ملي یووالي او پرمختګ لپاره د ملي ډیالوګ په نوم پیل شوې وه، د افغانستان په ستونزو بحث وشو. هغه زیاتوي، د غونډې ګډون‌والو پرېکړه وکړه، چې له افغانستان د باندې به د افغانانو له اجماع وروسته، په افغانستان کې هم غونډې پیل کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر کابل ښاریان: غږیزه ککړتیا دومره زیاته شوې، چې ښارکې عاجلې ټلیفوني اړیکې نه شو ځوابولی

يو شمېر کابل ښاريان وايي، د ښار په بېلابېلو برخو کې غږيزه ککړتيا دومره ډېره شوې چې دوی ان عاجلو اړيکو ته ځواب نه‌شي ورکولی. روح‌الله چې د کابل ښار اوسېدونکی دی ازادي راډيو ته يې وويل: "کابل ښار کې د کراچيو پر سر لاوډسپېکرونو رقم رقم اوازونه او شور ماشور جوړ کړی، چې د خلکو په روحي وضعيت باندې بد تاثير کوي، نو موږ د ښاروالۍ څخه هيله لرو چې دوی ته يو منظم سيستم جوړ کړي ترڅو کابل ښار له دغې الودګۍ څخه وساتل شي." د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې سيمې اوسېدونکی حکمتيار هم له غږيزې ککړتيا شکايت کوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام: له هرو لسو افغان کورنیو نهه یې کافي خواړه نه‌لري، ډېر ماشومان په تشو معدوښوونځیو ته ځي

د خوړو نړیوال پروګرام "WFP" وايي، په افغانستان کې د هرو لسو کورنیو له ډلې؛ نهه کورنۍ کافي خواړه نه‌لري. دغه سازمان دا شمېرې تېره شپه پر خپلې اېکس‌پاڼې خپرې کړې دي. "ډبلیوایف‌پي" دا هم وايي، لوږه تر دې کچې رسېدلي چې ډېری ماشومان تشه معده ښوونځیو ته ځي. دې پروګرام د یو شمېر افغان زده‌کوونکو او د هغوی د ښوونکو ویډیوګانې هم خپرې کړي، چې هغوی په کې په دوی د "لوږې" د بدو اغېزو په اړه غږېږي. هزره چې د خوړو نړیوال پروګرام یې د ښوونځي، ټولګي او ولایت په اړه معلومات نه‌دي ورکړي د خپل ژوند په اړه وايي: "کله چای وي، کله نه‌وي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

شهزاده ذوالفقار وايي که چرې رياست وغواړي نو د لادرکه کسانو ستونزه حل کيدای شي

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې خبریال او شنونکی شهزاده ذوالفقار مېلمه دی. نوموړي له اتیایمې لسيزې راهيسې صحافت کوي او د بلوچستان پر حالاتو ژور نظر لري. نوموړی په بلوچستان صوبه کې د مهمو پېښو عيني شاهد هم دی. شهزاده ذوالفقار وايي، له تېرو ۲۳ کالو راهېسي په بلوچستان کې بدامني روانه ده او د دې بنيادي وجه د صوبې خلکو محرومیانې دي. د ده په خبره که چري رياست وغواړې نو دا مسله د خبرو اترو د لارې حل کيداي شي. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.

Mashaalradio.com 

د نجونو د تعليم ارمانونه ولې نيمګړې پاتې شي

د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د "نوې نړۍ" خپرونې په دې برخه کې د نجونو پر تعليم غږېدلي يو چې په ټولنه کې نجونې تر ۱۰م ټولګي وروسته پر کورونو کښېني. په پښتني ټولنه کې يو شمېر کورنۍ تر لومړنيو زدکړو وروسته خپلې نجونۍ پوهنتونونو ته نه پرېږدي. بشپړه خپرونه واورئ.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍ خلکو ته؛ د ښې راتلونکې لپاره ګډه مبارزه وکړئ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د نړۍ له خلکو وغوښتل، چې د ښې راتلونکې لپاره په ګډه مبارزه وکړي. انتونیو ګوتیرش پرون (سپتمبر ۲) په افریقا کې د اقلیم د نړیوال کنفرانس په درشل کې په یوه ویډیویي پیغام کې چې پر اېکس یا پخواني ټویټر خپور شو، د نړۍ د اقلیم د بدلون په مخنیوي کې د ځوانانو رول مهم وباله: نوموړي وویل: "په ځانګړې توګه، د ځوان نسل ژمنتیا چې موږ یې شاهدان یو، د نړیوال اقلیم د بدلون په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی، دوی وښودله چې مشرتابه باید څه ډول وي. په نیروبي کې د افریقا د اقلیم په سرمشریزه کې، زه به د نړۍ ټول مشران وهڅوم چې عمل وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان تنورونه او بازار یې

تنور جوړول په افغانستان کې د ځينو روایتونو له مخې، ۸۰ کلنه مخینه لري. د خټینو تنورونو ډوډۍ ډېره خوندوره راځي. اوس د دغه صنعت بازار د پخوا برعکس سوړ شوی. په دې راپور کې به د دې لاملونه او دا ووینئ، چې فراه کې ولې ماشومانو دغه صنعت ته مخه کړې؟

Pa.azadiradio.com 

د نړیوال بانک له راپوره د طالبانو هرکلی؛ « که نړیوال تعامل راسره وکړي، افغانستان به وده وکړي»

د طالبانو حکومت وایي کوم راپور،چې نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خپور کړی پکې راغلي واقعیتونه او پرمختګونه رښتیني دي چې نړۍ ته وړاندې شوي. د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له خوا د نړیوال بانک له راپوره هرکلی شوی دی. د طالبانو په اعلامیه کې، چې پرون یې خپره کړې د نړیوال بانک د وروستي راپور ټولو مثبتو برخو ته اشاره شوې ده. له دې ډلې د انفلاسیون د کچې نسبي ټېټوالی، د افغانیو د ارزښت ښه کېدل، د بانکي سیسټم پرمختګونه، د خدماتو ښه عرضه او د عامه ادارو د کارکوونکو د معاشونو ورکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان بانک نن ۱۳ میلیونه ډالر لیلاموي

د طالبانو تر کنټرول لاندې "افغانستان بانک" وايي، چې نن یکشنبه (د سپتمبر ۳مه) به ۱۳ میلیونه ډالره لیلام کړي. دغه بانک د دې اقدام هدف، د افغانیو د ارزښت ثابته ساتل بللي دي. تېره اونۍ "د افغانستان بانک" ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کړي وو. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د امريکايي ډالر په ګډون د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د "افغانۍ" ارزښت لوړ شوى دى.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له بنګله دېش سره لوبیږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د اسیا د کرکټ جام سیالیو په چوکاټ کې په «ب» ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش له لوبډلې سره وکړي. د دوی سیالي د ماسپيښن په دوو بجو د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره کېږي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان حشمت الله شهیدي شنبه مازېګر په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې ټیم یې په خپلو کمزورو برخو ډېر کار کړی او په پوره چمتووالي سره لوبې پيلوي. شهیدي زیاته کړه: "موږ له یو بل سره لوبې کړي. له هغوی سره مو یوه لوبلړۍ په دې وروستیو کې وکړه. او تر څنګ یې موږ د هر لوبغاړي ویډیوګانې ګورو. Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 103news.com — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media









103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России



Топ 10 новостей последнего часа



Rss.plus


Новости России







Rss.plus
Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России