یوه ایرانۍ پېغله د ګست ارشاد د پولیسو له برید وروسته روغتون کې په کوما ده
د راپورونو له مخې یوه ایرانۍ پېغله د تهران په مترو کې د ګشت ارشاد د پولیسو تر برید وروسته په روغتون کې د کوما په حالت کې ده، په داسې حال کې چې د روغتون په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د بشري حقونو ډلې هنګاو پرون خبر ورکړ، چې ارمیتا ګراوند په نوم دا نجلۍ له نیول کېدو وروسته په سخت ټپي حالت کې ده. ایراني چارواکو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا ځوانه نجلۍ د ټیټ فشار له کبله بېسده شوې وه. ایران له څه باندې یو کال راهیسې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر... Читать дальше...