Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city



Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Октябрь
2023

Новости за 28.10.2023

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ ریال ماډریډ بارسولونا ته ماتې ورکړه

د هسپانیې د لالیګا په لیګ کې نن د فوټبال د دوو مخکښو کلبونو بارسولونا او ریال ماډریډ ترمنځ سیالي ترسره شوه چې ماډریډ وګټله. سیالي د بارسولونا په کوربتوب ترسره شوه چې دوه د یو په مقابل کې ریال ماډریډ وګټله. د ماډریډ لوبډلې لپاره دواړه ګولونه جوډ بالینګهم ووهل او بارسولونا ته یوازینی ګول ایلکای ګونډیګان ترسره کړ. د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته ریال ماډریډ د نومرو په جدول کې اول مقام ته ورسېده او بارسولونا په درېیم مقام کې قرار لري.

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي خپل کوریایی سیال اوټ کړ

د رزمي لوبو افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي نن شپه خپل کوریايي سیال ناک اوټ کړ. د دوی لوبه د هندوستان په پلازمینه نوې ډهلي کې وشوه. عبدالعظیم بدخشي وتوانېد چې کوریایی لوبغاړی هې جن پارک په لومړي رونډ کې د سوکانو او څنګلو په ګوزارو مات کړ. عبدالعظیم بدخشي له یو نیم کلن ځنډ وروسته لوبه کړې وه. د هغه د ټولو بریاوو شمېر ۱۴ ته ورسېد حال دا چې درې لوبې یې مخکې بایللي هم دي.

Pa.azadiradio.com 

نړیوال جام؛ نیدرلینډ بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د کرکټ نړیوال جام په ۲۸مه سیالۍ کې نیدرلینډ د ۸۷ منډو په توپیر بنګله دېش ته ماتې ورکړه. دا په روان نړیوال جام کې د نیدرلینډ دویمه بریا ده. د دې سیالۍ پچه نیدرلینډ ګټلې وه، توپوهنه یې وکړه او د ۲۳۰ منډو هدف یې ټاکلی و. بنګله دېش د هدف په تعقیب یوازې ۱۴۲ منډې وکړې او په دې سره یې پرله پسې ۵مه سیالي هم وبایلله. په ننۍ سیالۍ کې د نیدرلینډ لپاره پاول وین میکرین ۴ لوبغاړي وسوځول چې د لوبې د غوره او اغېزمن لوبغاړي جایزې یې وګټلې. نیدرلینډ تر دې وړاندې د سویلي افریقا لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر نن ترکیې ته تللی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن ترکیې ته تللی دی. دا خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلې ده. مجاهد زیاته کړې چې متقي به په انقره کې له افغان سفارت او استانبول کې له قنسولګرۍ لیدنه وکړي. هغه به همداراز په ترکي چارواکو سربېره هلته له مېشتو افغان سوداګرو سره وګوري.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم: که له افغانستانه موږ لوبه ګټلې وای، جایزه مو د بې اسناده کډوالو ویستونکو ځواکونو ته ورکوله

د پاکستان صدراعظم انوارالحق کاکړ ویلي، که د کرکټ په نړیوال جام کې له افغانستان څخه وروستۍ لوبه د دوی ټیم ګټلې وای نو د بریالیتوب جایزه به یې خپلو هغو امنیتي ځواکونو ته به یې ډالۍ کړې وای چې افغان بې اسناده کډوال له پاکستانه څخه باسي. کاکړ دا خبره تازه په یوه ټلویزیوني مرکه که کړې ده. هغه د افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ له خوا له پاکستانه ایستل کېدونکو افغان کډوالو ته د لوبې د غوره لوبغاړي د جایزې د ډالۍ کولو په غبرګون دا خبره کړې ده. افغانستان له پاکستان څخه په کرکټ نړیوال جام کې څو ورځې مخکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسرایل په غزه کې خپل ځمکني عملیات پراخوي

اسرایل نن وویل، چې له پلیو ځواکونو او زغروالو وسایطو په استفاده په غزه کې خپل ځمکني عملیات پراخوي. د دغو عملیاتو پر مهال له هوايي او سمندرګي «پراخې» حملې شوي او د حماس ډلې سمڅې بمباري شوې دي. دغه سمڅې پر غزه د واکمنې ډلې حماس، د ځپلو لپاره کلیدي اهداف ګڼل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

نړیوال جام؛ اسټرالیا د ۵ منډو په توپیر نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

نن د کرکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې ۲۷مه لوبه د نیوزیلینډ او اسټرالیا ترمنځ ترسره شوه چې اسټرالیا وګټله. اسټرالیا چې لومړۍ توپوهنه کړې وه د ټرویس هېډ د سلیزې او ډیویډ وارنر د نیمه سلیزې پر مټ یې د ۳۸۹ منډو هدف ټاکلی و. د نیوزیلینډ ټرینټ بولډ او ګلین پیليپي درې درې لوبغاړي سوځولي وو. نیوزیلینډ له لومړي سره د هدف پوره کولو په موخه لوبه پيل کړه. د یادې لوبډلې لومړنۍ دوه لوبغاړي که څه هم ژر وسوځیدل، خو یو وار بیا رچین رویندرا ۱۱۶، ډیري میچل ۵۴ او جیمي نیشم په اخره کې چټکې ۵۸ منډې وکړې. یادې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پولیسو له پنجاب پوهنتونه یو بلوڅ زده کوونکی نیولی

د اکتوبر پر ۲۷ د پنجاب پوهنتون نه پولیسو او په ساده جامو کې ځینو کسانو یو بلوڅ زده کونکی فرید حسین بلوڅ نیولی. پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې یوه ویډیو کې ښودل کیږي چې فرید بلوڅ د پنجاب پوهنتون د څلورمې دروازې سره نږدې روان وو چې په سادخ جامو او پولیس یونیفارم کې يې ځینې کسان په زوره موټر ته خیژوي.

Pa.azadiradio.com 

اوکراین کې سختو بادونو ۳ تنه مړه کړي

په جګړه ځپلي اوکراین کې درې کسان د سختو بادونو له کبله مړه شوي دي. د دغو بادونو له کبله په زرګونو کسان له برېښنا بې برخې شوي، ځکه د اوکراین د انرژۍ سکټور د روسیې د حملو له کبله ډېر زیانمن شوی دی. په اوکراین کې توفانونو او اورښتونو د دغو هېواد د انرژۍ د خوندیتوب په باب اندېښنې زیاتې کړي دي، هغه هم داسې مهال چې ژمی په راتلو دی او د روسیې د تېرو شلو میاشتو یرغل لا هم دوام لري. د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر د رئیس مرستیال اولیکسي کولیبا په ټولنیزو شبکو کې نن لیکلي، د بدې هوا له کبله دوه کسان په پلازمېنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تایسون فیوري او فرانسس نګانووا نن شپه د سوک وهنې لوبه لري

نن شپه د نړۍ د سوک وهنې د درانه وزن اتل تایسون فیوري د خپل کمربند د دفاع لپاره له فرانسس نګانووا سره لوبه کوي. دا لوبه د سعودي په پلازمېنه ریاض کې ترسره کېږي. تایسون فیوري ۳۳ لوبې کړي چې ټولې یې ګټلي. فرانسس ناګنووا تر دې مخکې په یو اف سي کې د درانه وزن اتلولي درلوده، خو په سوک وهنې کې یې دا لومړنۍ حرفه يي لوبه ده.

Pa.azadiradio.com 

اسراییل: غزه کې مو ځمکني عملیات پراخ کړي

اسراییل نن شنبه وویل چې له پلیو ځواکونو او زغروالو وسایطو په استفاده یې په غزه کې خپل ځمکني عملیات پراخ کړي دي. د دغو عملیاتو پر مهال له هوا او سمندرګي «پراخې» حملې شوي او د حماس ډلې سمڅې بمباري شوې ده. دغه سمڅې پر غزه د واکمنې ډلې حماس، د ځپلو لپاره کلیدي اهداف ګڼل کېږي. وروسته له هغې چې حماس ډلې درې اوونۍ مخکې پر اسراییل حمله وکړه، له هغې راهیسې پر غزه جګړه روانه ده.




Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کراچۍ ښار زندانونه؛ افغان ناروغان پکې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

د پاکستان د کراچۍ ښار په زندانونو کې افغان ناروغان لازمو روغتیایی خدمتونو ته لاس رسی نه لري. په کراچۍ کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي چې په دوی کې د سرطان زړه او پښتورګو په ناروغۍ اخته کسان هم شامل دي. اغلې کاکړ وايي، د ۲۰۲۲ زېږدیز کال له اکتوبر میاشتې څخه تر اوسه له دغو ناروغانو ۵ کسان مړه شوي دي، خو نوموړې دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې د ناروغانو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل. د اغلې کاکړ په خبره، دا مهال شا او خوا ۹۰۰ افغان کډوال د کراچۍ په زندانونو کې دي. د پاکستان په کراچۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې نن بیا زلزله شوې ده

نن سهار بیا د هرات شمال لویدیځ کې یوه زلزله شوې ده. د امریکا د جیولوژۍ د سروې ادارې د ارزونې په اساس د څلور اعشاریه پنځو درجې په ځواک دا زلزله سهار وختي له هراته ۳۵ کیلومتره لرې شوې چې عمق يې د ځمکې لاندې لس کیلومترۍ کې و. دا زلزله په هرات کې د یو لړ مرګونو زلزلو په دوام شوې ده. په هرات کې د اکتوبر په اوومه او یوولسمه او تر هغه وروسته ټکانونه وشول. د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس هغو زلزلو په هرات کې شاوخوا یو نیم زر کسان مړه او دوه زره نور يې ټپيان کړل.

Pa.azadiradio.com 

یونیسف: هرات ته مو روغتیایي مرسته واستوله، خو کافي نه ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، په افغانستان کې د وروستیو زلزلو له امله ماشومان سخت زیانمن شوي دي. یونېسف پرون پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي چې د دې ادارې ۸۰مټریک ټنه طبي مرسته د هرات د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو ماشومانو د درملنې په موخه کابل ته رسېدلې ده. خو ياد سازمان دغه مرستې د وروستیو زلزلو له امله د زیانمنو شویو ماشومانو د وضعیت د هواري لپاره کافي نه بولي او د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي. د هرات ولایت اوسېدونکې شکیلا چې د یوه پنځه کلنې ماشومې مور ده وايي، د هرات وروستيو زلزلو د ده پر لور منفي اغېز کړى دى. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کلا بنده غزه؛ مخابراتي خدمتونه له منځه تللي او اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن شوی

د اسراییل د بمباریو په نتیجه کې په غزه کې مخابراتي خدمات بند شوي او له دې کلابندې شوې سیمې څخه د اطلاعاتو خپرولو مخه نیول شوې ده. د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ هغه تصاویر خپاره کړل چې د دوی د ټانکونو کتارونه د غزې د پرانیستو سیمو پر لوري ورو- ورو د تګ په حال کې ښيي. د پوځ په خبره، د اسراییل جنګ الوتکو د حماس ډلې په لسګونو سمڅې او تر ځمکې لاندې سنګرونه بمباري کړي دي. د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي، د دوی ځواکونه لا هم په ساحه کې دي او خپلې پیل کړې جګړې ته وام ورکوي. د ده په وینا، د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قزاقستان: د ډبرو سکرو په یوه کان کې اور لګیدو لږ تر لږه ۳۲ کارګران مړه کړي

د قزاقستان د ډبرو سکرو په یوه کان کې د اورلګېدنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۲ کارګران مړه شوي دي. ژغورونکي وايي په قراغندي صنعتي ښار کې د دې پېښې په نتیجه کې ۱۴ نور کسان تري تم دي. د ارسلور-میټال (Arcelormittal) په نوم څو ملتي شرکت ویلي، په کان کې ۲۵۰ کارګران په کار بوخت وو چې میټان ګازو اور واخیست. په اګست میاشت کې هم د همدغې کمپنۍ په بل کان کې یوه وژونکې پېښه شوې وه. اوس یو دولتي کمیسیون ګمارل شوی، چې د دې پېښې له کبله دغه شرکت مسوول وګڼي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت لخوا د ژبو د عالي شورا جوړیدل؛ د ادبیاتو یو شمېر استادان: ښه ګام دی، خو مسلکي کسان پکې نه لیدل کیږي

د ژبو او ادبياتو يو شمېر استادانو د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت له‌خوا د ژبو د عالي شورا د جوړېدو هرکلی کړی، خو دوی اندېښنه ښېي چې د مسلکي کسانو په نه‌شتون کې به د ژبو په معياري کېدو کې د لهجو انډول مراعت نه‌ شي او دې سره به د یادې شورا کار اغېزمن نه وي. پوهنمل دکتور نوراحمد اېمل چې د روسيې په کوبان دولتي پوهنتون کې يې د ژب‌پوهنې په برخه کې دکتورا کړې وايي، د يوې ژبې په معياري کېدو کې د ټولو لهجو مطالعه او ترې ګټه اخيستل مهم دي. نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "د ژبو د ارزښت او بډاينې لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

داعش او د کابل دشت برچي کې د برید پړه منل؛ یو شمېر شنونکي: افغانستان کې د داعش ګواښ له منځه نه دی تللی

د رسنیو د راپورونو له مخې، د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې د تېرې پنجشنبې په ماښام د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ورزشي کلپ د برید پړه پر غاړه اخیستې ده. اسوشیتد پرس د اسلامي دولت (داعش) ډلې اړوند د اعماق خبري اژانس په حواله راپور ورکړی چې د دې ډلې غړو د کابل په لویدیځ کې په یوه ورزشي کلپ کې چې ډيری شیعه ګان په کې وو، چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي دي. د اسوشیتد پرېس په راپور کې راغلي،داعش ادعا کړې چې په دې برید کې یې ۳۵ کسان وژلي او ټپیان کړي دي. د طالبانو حکومت ویلي چې په دغه برید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په متحده عربي اماراتو کې طالبانو ته د افغانستان د سفارت سپارل؛ شنونکي دا ډول کړنې څنګه ارزوي؟

په بېلابېلو هیوادونو کې د طالبانو له حکومت سره د افغانستان د یو شمېر سفارتونو د تعامل او د طالبانو حکومت د یو شمېر دغو سفارتونو د سپارلو په دوام، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې هم د افغانستان سفارت ته سرپرست سفیر معرفي کړی دی. د نړیوالو اړیکو یو شمېر پوهان وايي چې طالبانو ته سفارت سپارل د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه دی؛ بلکې دا کار د سوداګریزو اړیکو د ساتلو او په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په هدف شوی دی. له ډلې یې اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان پاکستان ته؛ د افغان کډوالو په زوره ویستل د بشري حقونو نقض دی

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنیشنل ویلي چې د افغان کډوالو د جبري ویستلو په برخه کې د پاکستان وروستۍ پرېکړه د بشري حقونو څخه سرغړونه ده او د کډوالو د خوندیتوب، هوساینې او بنسټیزو خدماتو ته د دوی د لاس رسي په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي. دغه سازمان تازه نن په خپل اېکس شبکه په یو بیان کې ویلي چې یو عشاریه ۴ میلیونه غیر قانوني افغان کډوال چې د پاکستان د وروستۍ پرېکړې له مخې د ویستو له خطر سره مخ دي، په خپل هېواد کې یې نه یوازې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دي؛ بلکې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې کیږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ناروغان او د کراچۍ زندان؛ روغتیايي اسانتیاوې ورته نشته

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ او په دغه ښارکې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې افغان کونسلګري د دغه ښار په زندانونو کې افغان ناروغان لازمو روغتیایی خدمتونو ته لاس رسی نه لري. منزه کاکړ د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا هغه کسان دي چې د درملني لپاره په ناقانونه توګه پاکستان ته راغلي وو او د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي. د نوموړي په خبره، په دې بندیانو کې داسې ناروغان هم شته چې د سرطان، زړه او پښتورګو په ناروغۍ اخته دي. اغلې کاکړ وايي، تازه یې له یو داسې مور سره کتلي، چې لور یې سخته ناروغه ده. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

چمن کې د سوداګرو، مزدورانو او سياسي ګوندونو پرلت پر اتمه ورځ دوام لري

دا پرلت د اکتوبر له ۲۱مې نېټې راهیسې روان دی او پکې د لویو سوداګرو ترڅنګ هغه مزدوران هم شامل دي چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمنځ سامانونه لېږدول. دا ګنډېمار یا پانډیان دي چې ځايي خلک یې لغړیان بولي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني د هوايي مدافع درېیمه دستګاه هم اوکراین ته ولېږدوله

جرمني د IRIS-T په نوم د هوايي مدافع درېیمه دستګاه هم اوکراین ته ولېږدوله. دا کار داسې وخت کېږي چې د اټکل له مخې اوکراین به په راروان ژمي کې د روسیې د میزاییلو له نورو احتمالي حملو سره مخامخ شي. د جرمني دفاع وزارت پرون جمعه وویل چې د هوايي مدافع دغه دستګاه تېره اوونۍ اوکراین ته لېږدول شوې ده. د جرمني دفاع وزیر بوریس پیس­ترویس ټینګار وکړ چې د روسي ځواکونو د یرغل په وړاندې به له اوکراین څخه د دوی ملاتړ دوام مومي. بلخوا: د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي په خپله ورځنۍ ویډیويي وینا کې د جرمني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د حجاب نه لرلو په تور شکنجه شوې نجلۍ مړه شوه

په ایران کې ۱۶ کلنه ارمیتا ګراوَند چې له څه مودې په کوما حالت کې وه، نن شنبه ساه ورکړه. ویل شوي دغه تنکۍ پېغله په بشپړ ډول د حجاب د نه رعایت په تور له پولیسو سره لاس و ګرېوان شوې وه او د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په کوما حالت کې د تهران له یوې میټرو روغتون ته ولېږدول شوه. د ایران ایرنا خبري اژانس نن شنبه راپور ورکړی چې ارمیتا د مغزي صدمې له کبله په کوما کې د څه وخت له تېرولو وروسته ساه ورکړه. د ګراوند قضیې په لوېدیځ کې اندېښنې ولاړې کړې دي. وروسته له هغې چې د ارمیتا ګراوند ویډیو چې په بېسده حالت... Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 103news.com — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media









103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России



Топ 10 новостей последнего часа



Rss.plus


Новости России







Rss.plus
Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России