د افغانستان امریکایي پوهنتون د نیویارک ټایمز راپور رد کړی
د افغانستان امریکایي پوهنتون پهدغه پوهنتون کې د میلیونونو ډالرو د ورکېدو په اړه د نیویارک ټایمز راپور رد کړی دی.
دغه پوهنتون نن په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې نیویارک ټایمز د مې په دېرشمه د دوی په اړه غلط راپور خپور کړی د دوی تېر ایستونکی تصویر خلکو ته وړاندې کړی.
د افغانستان امریکايي پوهنتون زیاته کړې چې دوی د امریکا حکومت ته وخت په وخت د خپلو حسابونو راپور وړاندې کوي.
نیویارک ټایمز د مې په دېرشمه په یوه مقاله کې لیکلي چې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې ۶۳ میلیونه ډالره ورک دي.
د راپور له مخې امریکايي پوهنتون هرکال د امریکا له حکومته پیسې ترلاسه کوي او امریکايي پلټونکو ویلي چې نهدي توانیدلي د ۶۳ میلیونو ډالرو درک ولګوي.
د افغانستان امریکايي پوهنتون بیا په خپل ننني بیان کې دا هم لیکلي چې دوی دوی هرکال اوه میلیونه ډالره په خپل امنیت باندې لګوي او دا د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې دي.