د کرکټ د نړیوال جام په دوهمه لوبه ویسټ انډیز پاکستان ته ماته ورکړه
د کرکټ د نړیوال جام په دوهمه لوبه کې ویسټ انډیز نن پاکستان ته ماته ورکړه.
د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۰۵ منډو اوټ شول او ویسټ انډیز په پنځلسم اوورو کې دا هدف پوره کړ.
د دې لوبې غوره لوبغاړی اوشن توماس و چې د پاکستان پر وړاندې یې څلور ویکټې واخیستې.
هغه وویل چې په نړیوال جام کې به همداسې ښې لوبې وکړي:"دا زما لپاره ډېر یو ښه پیل دی. موږ خپل پلان ډېر ښه تطبیق کړ. زه له خپل بالنګه خوند اخلم څو د ویسټ اندیز لپاره لوبې وګټم."
د ویسټ انډیز لوبغاړي کریس ګیل ان په دې کم هدف کې هم خپله پنځوسیزه پوره کړه.
پاکستان ته دا دوهمه ماته وه ځکه په تمریني لوبه کې یې له افغان لوبډلې ماته خوړلې وه.
تمه ده سبا د کرکټ په نړیوال جام کې افغانستان له اسټرالیا سره مخ شي.
د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د انګلستان او ویلز په کوربه توب پرون پنجشنبه پیل شوی او د جولای تر ۱۴مه دوام کوي.