ماښامنۍ خبري مجله
ماښامنۍ خبري مجله ; د افغانستان ، سیمې او نړۍ دمهمو پیښو او تحولاتو خبرونه او خبري رپوټونه
ماښامنۍ خبري مجله ; د افغانستان ، سیمې او نړۍ دمهمو پیښو او تحولاتو خبرونه او خبري رپوټونه
په پاکستان کې مېشت یو شمیر افغان خبریالان وايي، اندېښمن دي چې له دغه هیواده ونه ایستل شي. دوی وايي، ډیری افغان خبریالان د خپل ژوند د خوندیتوب په موخه پاکستان ته راغلي او مقصد هیوادونو ته د تګ کیسونه لري، خو اوس چې دغه هیواد کې د کډوالو نیول او خپل هیواد ته یې ستنول چټک کړي د ډیپورټ کېدو ویرې اخیستي دي. په اسلاماباد کې مېشت یو افغان خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، " په افغانستان کې وضعیت ټولو ته معلوم دی چې دغه خبریالان په افغانستان کې... Читать дальше...
له تهران څخه راپورونه ښيي چې د تهران په ځینو برخو کې درنې چاودنې شوې دي.
اسراییل او ایران پر یو بل نه یوازې بریدونه جاري ساتلي بلکې ورسره کړکېچ لا زیات شوی دی. د جون پر ۱۵مه بریدونو لږ تر لږه ۱۰ کسان په اسراییل کې ووژل، او د ژغورنې ډلې اوس هم د هغو استوګنیزو ودانیو له ملبو د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون کوي چې د ایران د توغندیو له امله ویجاړې شوې دي. بلخوا د ازادې اروپا راډیو ایرانۍ څانګې رادیو فردا اورېدونکو له ایرانه پیغامونه استولي چې پر تېلو او اټومي تاسیساتو یې د اسراییلي بریدونو شدت بیان کړی دی. د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ويډيو
ایران د یکشنبې په شپه د اسراییلو څو ښارونه په نښه کړل. په اسراییلو کې د مړو شمېر ۱۳ ته لوړ شو او ټپیان ۲۱۳ ته ورسیدل. په عین حال کې، اسراییل په تهران او نورو ښارونو کې څو نوي بریدونه کړي دي. نن، ایراني چارواکو راپور ورکړ چې په تبریز کې لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي دي. مخکې له دې تایید شوې وه چې د اسراییلو په بریدونو کې لږترلږه ۸۷ کسان وژل شوي او ۳۲۰ نور ټپیان شوي دي. صفی الله ستانکزی په دې اړه راپور ورکوي
هغه ټکنالوژي چې د يو ښار د بجلۍ لپاره کارول کیږي د اټومي بم جوړولو لپاره هم کارول کیدای شي؟ دا د یورانیمو غني کول دي، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د روانو بحثونو مرکزي نقطه ده. په دې اړه اسرار عالم مومند د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې يو رپورټ وړاندې کوي.
یو شمیر افغان پخواني ډیپلوماتان او د سیاسي او نړیوالو چارو شنونکي د طالبانو له حکومت غواړي چې د ایران او اسرایلو تر منځ جګړه کې ښکېل نشي. دوی وايي، د طالبانو حکومت باید مسوولانه او متوازن دریځ غوره کړي. د طالبانو حکومت پر ایران د اسراییلو ورستي بریدونه غندلي او دا یې د هغه هیواد په ځمکنۍ بشپړتیا یرغل بللی دی.
ملګروملتونو له نړیوالو غوښتي چې په افغانستان کې د خوارځواکي د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي. د خوړو نړیوال پروګرام، د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، د خوړو او کرنې او د روغتیا نړیوال سازمانونو نن یکشنبې د (جون۱۵مه) په یوې ګډه اعلامیه کې پر نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې نژدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي چې نژدې دوه میلیونه يې له شدیدې خوارځواکۍ کړیږي. Читать дальше...
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وايي، پر ایران د اسراییل تر برید وروسته را پیدا شوي حالت یې د ترکي له ولسمشر سره پر ټلیفون خبرې کړې دي.شهباز شریف د جون پر ۱۴مه ناوخته پر ایکس پاڼه لیکلي چي دی او د ترکي ولسمشر پر دې سلا شوي چې ګواکې اسراییل پر ایران په برید کولو سره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده. وزیراعظم شهباز شریف لیکلي، "پر ایران د اسراییل له ناپارولي بریده وروسته مې د سیمې پر پېچلي حالت له ګران ورور ولسمشر رجب طیب اردوغان سره نن مازیګر خبرې وکړې." شهباز شریف لیکلي چې دی او ولسمشر اردوغان پر... Читать дальше...
د هند په شمال کې د یوې هیلې کوپټرې د سقوط له کبله اووه کسان وژل شوي دي. د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دا هیلې کوپټر د همالیه غرونو د اوتاراکند په سیمه کې راغورځیدلی ده. د اوتاراکند ایالت د عامه اړیکو د مشر د معلوماتو له مخې، په هیلې کوپټر کې سپاره کسان له کیدارناته څخه د ګوپت کاشي پر لور روانه وه. معلومه نه ده چې هیلې کوپټرې ولې سقوط کړی خو په سیمه کې چارواکي وايي، د پېښې د علت په اړه څیړنې پیل شوي دي. چارواکو وايي، د خرابي هوا له کبله يې تر دوشنبې کیدارناته درې ته د هیلې کوپټرو ټولې الوتنې ځنډولې دي. Читать дальше...
د غبرګون پلان په نامه د ملګرو ملتونو رپورټ کې راغلي چې دغه افغان ماشومان په پاکستان کې د زده کړو لپاره لازم اسناد نه لري او په دې برخه کې دوی د بودجې له کمښت سره مخ دي.
د خوست ولایت د موسی خېلو په ولسوالۍ کې د ځايي خلکو، پانګوالو او په بهر کې د یادې سیمې د مساپرو په مالي مرسته یو لوی پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو په یاد پل چې څه دپاسه ۲۲ مېلیونه افغانۍ لګښت شوی او ودانیزې چارې يې د ۱۸ میاشتو په موده کې سرته رسېدلي دي، د قلندر ولسوالۍ خلک هم تګ او راتګ کوي بلخوا د یادې سیمې اوسېدونکي وايي، په تېر کې د جګړو له کبله د دوی سیمې ته کار نه دی شوی او د ژوند په نورو برخو کې هم له ستونزو سره کړیږي. نور حال د نجیب الله الوخېل په راپور کې
پر اسراییلو د ایران په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر۱۳تنو ته پورته شو. د راپورونو له مخې، تل ابیب ته نژدې په بت یام سیمه کې نن سهار پر یوې ودانۍ د توغندي د لګیدو له کبله شپږ تنه وژل شوي چې دوه يې ماشومان دي. په نننۍ بریدونو کې په بت پام او رحووت سیمو کې ۲۱۳ کسان بیا ټپیان شوي دي. له دې وړاندې په عرب میشته طمره سیمه کې څلور ښځې او یوه نجلۍ وژل شوې وې. د تیرو دوو ورځو په بریدونو کې تل ابیب ته نژدې په رامات ګان او ریشون لتصیون ښارونو کې درې کسان وژل شوي او د اوو سرتیرو په ګډون په لسهاوو نور ټپیان شوي وو.
یو اسراییلي چارواکی وايي، د دې احتمال شته چې د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای د هغوو کسانو په لیست په کې وي چې اسراییل غواړي برید پرې وکړي. دغې اسراییل چارواکي د نوم نه ښودل په شرط وال سټریټ ژورنال ته ویلي، "اسراییل د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو په موخه له هیڅ کړنې مخ نه ګرځوي "هیڅ هدف مستثنا نه دی حتي خامنه ای". تراوسه اسراییلي چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي نه دي. وال سټریټ ژورنال د دغه اسراییلي چارواکي په حواله وړاندې لیکلي، د اسراییلو موخه یوازې د ایران د اټومي پروګرام... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد يې پر ایران په برید کې ښکیل نه دی. ټرمپ پرون ناوخته پر خپلې سوشل پاڼه ټروټ کې لیکلي، "امریکا پر ایران د نن شپې په بریدونو کې هیڅ رول نه درلود". د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اسراییلو او ایران ترمنځ جګړه روانه ده. ایراني رسنیو نن یکشنبې راپور ورکړی چې اسراییلو د ایران د دفاع وزارت او د وسلوالو ځواکونو د ملاتړ د قوماندې مرکز په نښه کړي دي. تر دې مخکې د ایران له خوا پر اسراییلو د راکټي او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي وو. د ایران... Читать дальше...
دې هیوادونو د جون پر ۱۵مه سهار وختي د یو بل پر لویو ښارونو په داسې حال کې بریدونه کړي چې نړیوالو ورباندې د سولې غږونه کړي دي خو بیا هم د دوی ترمنځ پیل شوې جګړه د ارامېدو نه ښکاري.
رپورټونه وايي، ایران له اسراییل څخه د غچ اخیستلو لپاره بل برید پیل کړی دی. بل پلو په اسراییلو کې د جون پر ۱۵مه سهار وختي د تل ابیب او بیت المقدس په فضا کې د څو توغندیو شنډېدل لیدل شوي دي. د اسراییل پولیس وايي، په دې دوو ښارونو کې توغندي او د هغوی ټوټې پرېوتې دي. تر دې بریدونو وړاندې په دواړو ښارونو کې د خطر زنګونه هم غږول شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد پوځیان " د نړۍ تر ټولو پیاوړي" ځمکني ځواکونه وبلل او د هغوي لاسته راوړنې یې وستایلې. ټرمپ پرون شنبه په واشنګټن کې د خپل پوځ د جوړولو د ۲۵۰مې کلیزې مراسمو ته وویل چې ځواکونو یې د افغانستان په ګډون بېلابېلو سیمو کې لاسته راوړنې درلودلې او ځلیدلي دي. د دغو مراسمو پر مهال ځانګړې پوځي نندارې هم ترسره شوي دي. د راپورونو له مخې، امریکا ۲ اعشاریه ۸۶ میلیونه پوځیان لري. دغه مراسم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زیږېدو له نهه اویایمې کلیزې سره هممهاله نیول شوي دي. ټرمپ... Читать дальше...
پر اسراییلو د ایران نننیو بریدونو کې د لږ تر لږه ۸ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی. نړیوالو اژانسونو د اسراییل د بیړنیو خدمتونو د ادارې په حواله ویلي چې وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي. دغو توغندیزو بریدونو کې لسګونه تنه ټپیان شوي دي. د ایران له بریدونو سره همهاله د اسراییل میلیونونه کسانو د خطر زنګ واورېد او خوندي ځایونو کې پټ شول. ایران دغه بریدونه وروسته تر هغه وکړل چې اسراییل نن سهار وختي د ایران د دفاع وزارت پر ودانۍ او د تېلو پر یوشمېر زیرمو بریدونه وکړل. ایراني چارواکو د دفاع وزارت پر ودانۍ... Читать дальше...
د امریکا په ګڼ شمېر ښارونو کې پرون شنبه هم مظاهرې روانې وې. د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا مظاهره چیانو د استبداد ضد او د ډیموکراسۍ او کډوالو د حقونو په ملاتړ شعارونه ورکول. امریکایي چارواکو له مظاهره چیانو څخه د ارامۍ غوښتنه کړې او ویلې يې دي چې تاوتریخوالی هیڅ د زغملو نه دی. په لاس انجلس کې چې د لومړي ځل لپاره تېره اونۍ دغه اعتراضونه وپارېدل، د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ اخ او ډب شوی او پولیسو له اوښکې بهونکي ګاز او نورو وسایلو څخه استفاده کړې. دغه مظاهرې وروسته تر هغه وپارېدې چې د ګمرک او... Читать дальше...
راپورونه وایي چې پاکستان په تېرو څو ورځو کې دوه افغان خبریالان افغانستان ته ډیپورت کړي دي. پاکستاني خبریالانو له هغې ډلې طاهرخان د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه د چارواکو په حواله ویلي، نصیر احمد بهروز او ذکي صفایي د هغوی د ویزو د نه تمدید له کبله لومړی نیول شوي او بیا اخراج شوي دي. په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ اقدام په نوم یوې کمیټې هم تېره شپه د خبریالانو د اخراج خبر پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر خپور کړی دی. خبر کې راغلي چې نصیر احمد بهروز په حاجي کمپ کې له یوې اونۍ توقیف وروسته پرون شنبه ډیپورت شو او ذکي صفایي څو ورځې مخکې. Читать дальше...
د اسراییل پوځ وایي، نن یکشنبه د ( غبرګولي ۲۵مه) یې په ایران کې " ګڼ شمېر" هدفونه په نښه کړي دي. په دغو هدفونو کې د دفاع وزارت ودانۍ او د ایران د اټومي وسلو اړوند هدفونه شامل دي.
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости