Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Март
2026

Новости за 22.03.2026

Pa.azadiradio.com 

له امریکا د ناقانونه کډوالو ایستل، د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي

ټاکل شوې چې د متحده ایالتونو د کډوالۍ ادارې کارکوونکي سره له دوشنبې د دغه هېواد په هوایي ډګرونو کې ځای په ځای شي. فرانس پریس لیکلي، د دغه کار هدف د امنیتي پلټنو په برخو کې د اوسنۍ ګڼې ګوڼې کمول دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ټولنیزو شبکو په یوه پيغام کې دا اقدام اعلان کړ او لامل شو چې چارواکي په بیړه یوه طرحه چمتو کړي. چارواکي وایي، په هوایي ډګرونو کې ګڼه ګوڼه وروسته له هغه زیاته شوې چې د غیر قانوني کډوالو د ایستلو موضوع راپورته شوه. د کډوالو د اخراج دغه پروګرام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه پلی کیږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د خزانې وزیر وایي، ایران کې د عملیاتو د ژر پای ته رسولو لپاره باید جګړه تیزه شي

د متحده ایالتونو د خزانې وزیر سکات بسینت وایي، د دې لپاره چې د ایران جګړه ژر پای ته ورسوي، ممکن اړتیا وي چې اوس پر ایران بریدونه ګړندي شي. بسېنټ د یکشنبې په ورځ له ان.بي.سي شکبې سره په خبرو کې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا ولسمشر ټرمپ غواړي جګړه کمه کړي وویل: " دا متضاد نه دي، کله نا کله باید د تاوتریخوالي د کموالي لپاره، تاوتریخوالی زیات کړی". ټرمپ د یکشنبې په سهار ګواښ وکړ که تهران د هرموز تنګی په بشپړ ډول خلاص نه کړي، د ایران د انرژۍ تاسیسات به " یو مخ له منځه یوسي". هرموز تنګی له څو اونیو راهیسې تړلی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د (جرمني له تاییدۍ) پرته یو ډيپلومات برلین کې د سفارت مشرۍ ته ګمارلی

د جرمني رسنۍ وایي، د طالبانو حکومت د جرمني له تاییدۍ پرته په برلین کې د افغانستان سفارت مشرتابه ته خپل یو ډيپلومات ورمعرفي کړی دی. دا خبره د شنبې په ورځ د جرمني ( اې. آر.ډی) رسنۍ راپور کړې، خو د طالبانو د معرفي شوي ډیپلومات نوم یې نه دی اخیستی. په راپور کې راغلي، دا د هغو دوو قونسلي مامورانو له ډلې یو دی چې تېر کال جولای کې جرمني د دې لپاره ومنل چې د رد شویو افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دوی د افغانستان په ډيپلوماتیکو استازولیو کې د دې ادلون بدلون په اړه معلومات نه لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د ( انرژۍ د سپما) په خاطر د کریکټ لیګ نندارې محدودې کړي

د پاکستان کریکټ بورد ویلي چې د سوپر لیګ ( پي.ایس.ایل) لومړنۍ سیالۍ به په لاهور او کراچۍ کې له نندارچیانو پرته ترسره کیږي. رویټرز اژانس د یکشنبې په ورځ د کریکټ بورد د مشر محسن نقوي په حواله ویلي چې دا پریکړه یې د تېلو او انرژۍ د سپما په خاطر کړې ده. پر ایران د امریکا او اسراییلو له برید وروسته د تیلو بیه لوړه شوې. ټاکل شوې د شلو اورونو دغه لیګ د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیل شي. وړاندې راغلي چې لاهور کې د دغه لیګ د پرانستې مراسم هم لغوه شوي او لوبې د پلان شویو پنځو لوبغالو پر ځای یوازې دوو لوبغالو کې ترسره کیږي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان لنډمهاله اوربند د دوشنبې د شپې په ۱۲ بجو پای ته رسیږي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت اعلان شوی اوربند، د پاکستان د اعلان له مخې ( دوشنبه د شپې ۱۲ بجې) پای ته رسیږي. که څه هم تراوسه د اوربند د غځولو کوم خبر نه دی خپور شوی، خو د افغانستان لوري د اختر په ورځو کې څو ځله پاکستان د دغه لنډمهاله اوربند په ماتولو تورن کړ. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وویل چې پر کونړ ولایت د پاکستاني لوري په بریدونو کې د جمعې او یکشنبې په ورځو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه اوربند له اختره مخکې لومړی د پاکستان له خوا اعلان شو او وروسته د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

وچکالۍ ته اندیښنې، د اوبو کموالي د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی

په افغانستان کې د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د کمښت په اړه اندیښنې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي. دې ترڅ کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې پرون د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه راپور کې وویل چې " افغانستان کې اوبو ته لاسرسی په سختېدو " دی. د چارو پوهان د اوبو د کمښت اندیښنې پر ځای بولي.

Mashaalradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان له اسلام اباده غوښتي چې ماهرنګ بلوڅه او نور فعالان دې خوشې کړي

د بشري حقونو هغې نړیوالې ناحکومتي ادارې د مارچ پر ۲۱مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې په زندان کې د بلوڅې یو کال پوره شو او په داسې حال کې چې خلک د اختر خوشالۍ کوي، ځینې بلوڅ کورنۍ د خپلوانو د خوشې کېدو په انتظار دي.

Pa.azadiradio.com 

د نوي ښوونیز کال په درشل کې لا هم میلیونونه افغانې نجونې له زده کړو محرومې دي

د افغانستان په سړو سیمو کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل په درشل کې لا هم میلیونونه افغانې نجونې د زده کړو له دوام بې برخې دي. دغه نجونې وايي دې وضعیت ناهیلې کړي او غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو ممانعت باید لیرې کړای شي. یو شمېر فعالان خصوصا د نجونو د زده کړو د حق په تضمین ټیګار کوي.

Pa.azadiradio.com 

 د قطر دیوې هیلي کوپټرې د نسکوریدو پیښه کې اوه کسه مړه شوي

د قطر او ترکیې د چارواکو په وینا، د قطر په سمندري قلمرو کې د یوې هیلیکوپټرې د نسکوریدو له امله اووه کسان مړه شوي دي. د قطر او ترکیې د دفاع وزارتونو ویلي چې هیلي کوپټر د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې، او د قطر دفاع وزارت زیاتوي چې دا پېښه د «عادي وظیفې» پر مهال رامنځته شوې ده. د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو په وینا، له مړوشویو کسانو څخه څلور تنه د قطر د وسله‌والو ځواکونو غړي، یو تن د قطر-ترکیې د ګډو ځواکونو غړی، او دوه نورملکي ترکي تخنیکران وو. د ترکیې دفاع وزارت ویلي: «د ترکیې جمهوریت او د قطر... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

منځني ختیځ جګړه: پښتونخوا حکومت سي اېن جي پمپونه تړلي دي

د خیبر پښتونخوا حکومت په اختر کې په کورونو کې د ګیس اړتیاوو پوره کولو لپاره د مارچ تر ۲۳مې پورې په ټوله صوبه کې سي اېن جي پمپونه تړلي دي. حکومت وايي، له ایران سره د اسراییلو او امریکا د جګړې له وجې پاکستان ته د مایع پېټرولییم ګیس یا اېل پي جي واردات (درامد) بند شوي نو ځکه دې اقدام ته اړ شو. د دې له وجې په خیبر پښتونخوا کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو کاروبار اغېزمن شوی دی. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د سره صیلب نړیواله کمیټه :افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یوه ورځنۍ ستونزه ده

د سره صیلب نړیواله کمیټه د اوبو دنړیوالې ورځې په مناسبت وايي افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یوه ورځنۍ ستونزه ده او د اوبو کموالی په ورځني ژوند، معیشت او روغتیا تاثیر کوي. دغه نړیواله اداره وايي اوږدمهالو ناورینونو او پخوانیو شخړو،او دغه راز وچکالیو،د نفوس چټکې ودې، د ګاونډیو هیوادونو څخه راستنیدونکو او د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټوالي، په کلیوالي سیمو کې د اوبو دودیز سیسټمونه، لکه څاګانې او کاریزونه تر فشار لاندې راوستي. د سره صلیب نړیواله کمیټه د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د طالبانو حکومت وايي پاکستانیو ځواکونو پر کونړ او پکتیکا حملې کړې دي

په کابل کې د طالبانو حکومت وايي، پاکستان يو ځل بیا پر افغانستان بریدونه پيل کړي دي.د طالبانو د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي چې د مارچ پر ۲۲مه سهار مهال پاکستاني پوځيانو د کونړ ولایت پر ناړۍ ولسوالۍ د هاوان مرمۍ ویشتلې دي چې پکې یو سړی وژل شوی او یوه ښځه ژوبله ده. د فطرت په وينا، پاکستاني پوځ د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر ډزې کړې دي خو پکې چا ته زیان نه دی اوښتی. د پاکستان حکومت او پوځ لا د طالبانو حکومت د دې دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل یوځل بیا اسلام اباد د اوربند په ماتولو تورن کړ

افغانستان کې د طالبانو حکومت اسلام اباد یوځل بیا د اوربند په ماتولو تورنوي او وايي چې پاکستان پرافغانستان بریدونه پيل کړي دي. د طالبانو د حکومت مرستيال وياند، حمدالله فطرت نن یکشنبه (د مارچ پر ۲۲مه)، پر اېکسپاڼه ليکلي چې سهار مهال، پاکستاني پوځيانو د کونړ ولایت پر ناړۍ ولسوالۍ د هاوان مرمۍ ویشتلي چې له امله یې يو نارينه وژل شوی او يوه ښځه ژوبله شوې ده. د فطرت په وينا، پاکستاني پوځ د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي خلکو پر موټر ډزې کړې خو چاته زیان نه دی اوښتی. تر اوسه پاکستان په دې اړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بریدونو له امله بې ځایه شوې کورنۍ د خپلو کړاوونو کیسې کوي

یو شمېر افغان کورنۍ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو سختو نښتو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي وايي، اختر یې له مناسبو سرپناوو پرته تر خیمو لاندې او نیم کاره ودانیو کې په سختو شرایطو کې تیر کړ.

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د وریا اټکل شوی دی.

نن د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د باران او واورې اټکل شوی دی. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت وزارت د هوا پیژندنې ادارې په هرات ، فراه ، نیمروز ، بادغیس ، هلمند ، کندهار، زابل، روزګان ، دایکندي ، فاریاب ، جوزجان ،بلخ، سمنګان ، سرپل، بامیان ، میدان وردګ ، غزني ، پکتیکا ، خوست ، پکتیا ، لوګر، پروان ، بغلان ، ننګرهار ، نورستان ، تخار، او بدخشان ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی . دغه راز د تیزو بادونو او د سیلابونو د راوتلو هم اټکل کړی دی. د ملګرو ملتونو دبشری چارو د همغږۍ ادارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ ایران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې هرمز تنګی پرانیزي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تهران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې د هرمز تنګی "په بشپړه توګه پرانیزي" کنه امریکا به د ایران د بریښنا تاسیسات "له منځه یوسي". دا دامریکا،اسرائیلو او ایران ترمینځ په روانه جګړه کې د تشدید یوه څرګنده نښه ده، هغه وسله واله شخړه چې وار دمخه یې له کنټروله د وتلو ویره شته. ټرمپ دغه ضرب الاجل پرون دامریکا په وخت د ماښام په ۷:۴۴ بجو په خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیال کې صادر کړ. هغه ولیکل : "که ایران د دې دقیق وخت څخه په ۴۸ ساعتونو کې پرته له ګواښه د هرمز تنګی په بشپړه توګه خلاص نه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ټرمپ ویلي که ایران ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی خلاص نه کړ نو د انرژۍ پر بېخبنا یې حملې پیلوي

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تهران ته خبرداری ورکړی دی چې که په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی په بشپړ ډول نه پرانیزي نو د ایران د انرژۍ پر زېربنا (انفراسټرکچر) به حملې وکړي. ټرمپ د مارچ پر ۲۱مه پر ټروت سوشل لیکلي چې تهران دې "بې له قید او شرطه" د تېلو د لېږد هغه لاره خلاصه کړي او که داسې یې و نه کړل نو د ایران برېښناکوټونه (بجلي ګرونه) به وولي. ایراني پوځ په ځواب کې په بیان کې ویلي چې که واشنګټن داسې وکړي نو په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې به له امریکا سره پر تړلیو کمپنیو (شرکتونو) او بېخبنا بریدونه وکړي.... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

بدایوني پېړې څنګه له هنده مردان ته ورسېدې؟

مردان د پېړو لپاره ځانګړی نوم لري. هلته د بدایوني پېړو یو دوکان له ۷۶ کلونو راهیسې فعال دی. د دوکان مالک البته وايي چې د ګیس لوړو بیو او نورو لګښتونو له وجې یې کاروبار اغېزمن شوی دی. نور په دې رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان یو دیني عالم وايي، د دغه هیواد د پوځ مشر د دوی سپکاوی کړی

د پاکستان یو شیعه دیني عالم چې د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر د روژه ماتي په مېلمستیا کې یې ګډون کړی و، وایي چې دوی ته سپکاوی شوی دی. دغه دیني عالم زیاتوي چې په دې مېلمستیا کې یې د اسراییل او امریکا پر وړاندې د ایران په ملاتړ دریځ څرګنداوه خو عاصم منیر په تونده لهجه ورسره خبرې کړي او دوی ته یې د خبرو او پوښتنو اجازه نه ده ورکړې. د هغه په خبره، له مېلمستیا وروسته په خبري کنفرانس کې هم د اهل تشیع علماو خبرې تحریف شوې او یوازې هغه برخه یې خپره شوه چې د پاکستان د پوځ په ګټه وه. دغه دیني عالم زیاته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۲۲ هیوادونو د هرمز تنګي د تګ راتګ لارې په پرانستلو کې همکاري ته تیاري وښوده

تر شلو زیاتو هېوادونو اعلان کړی چې د بېړیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره به په هرمز تنګي کې ګډه همکاري وکړي. دوی د دې مهمې سمندري لارې د بندولو لپاره د ایران اقدام غندلی دی. په ګډه اعلامیه کې، چې د شنبې په ورځ (د وري/حمل لومړۍ) د ۲۲ هېوادونو له لوري خپره شوې، ویل شوي چې دوی چمتو دي د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره په مناسبو هڅو کې برخه واخلي. په اعلامیه کې د خلیج په سیمه کې پر ملکي سوداګریزو کښتیو د ایران وروستي بریدونه او همداراز پر غیرنظامي بنسټونو لکه د تېلو او ګاز پر تاسیساتو بریدونه په کلکه غندل شوي دي. Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 103news.com — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media









103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России



Топ 10 новостей последнего часа



Rss.plus


Новости России







Rss.plus
Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России