نن د بنګله دېش او سویلي افریقا کرکټ لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ځي
د کرکټ د ۲۰۱۹ میلادي کال په نړیوال جام سیالیو کې نن بنګله دېش د سویلي افریقا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.
دا لوبه د افغانستان په وخت دوه نیمې بجې پیلېږي.
سویلي افریقا خپله لومړۍ لوبه د انګلنډ په وړاندې بایللې، خو په روانو سیالیو کې دا د بنګله دېش لومړۍ لوبه ده.
د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بیا استرالیا افغانستان ته په اوو او نوي زیلنډ سریلانکا ته په لسو وایکټو ماته ورکړه.
استرالیا د افغانستان ۲۰۸ منډې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په پنځه دیرشم او نوي زیلنډ د سریلانکا د ۱۳۶ منډو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په اوولسم اور کې پوره کړ.