په کندهار کې پوليسو د وسله والو يوه ۷ کسيزه ډله نیولې
په کندهار کې پوليسو د وسله والو د يوې ۷ کسيزې ډلې د نيولو خبر ورکړ.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي نن وويل، دغه وسله وال په يوه اوونۍ کې په کندهار ښار او ولسواليو کې نيول شوي.
دی وایي:
"دغه ٧ کسيزه ډله په ښار او ولسواليو کې نيول شوې ده چې ترورېستان، جنګي طالبان او غلچکي بريدګر هم په کې شامل دي."
بارکزی وايي، نیول شویو کسانو پر خپلو کړنو اعتراف هم کړی دی.
چارواکي د مشکوکو کسانو د نيولو خبر په داسې حال کې ورکوي چې په کندهار کې غلچکي بريدونه زيات شوي دي.
بل خوا په باميان کې چارواکو د ١٠ کړۍ ماينونو د نيولو خبر ورکړى دى.
د باميان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد صادق مرادي وويل، دغه ماينونه د باميان او بغلان ترمنځ سيمه کې نيول شوي دي.