په عراق کې دوه فرانسوي وګړي د مرګ په سزا محکوم شول
د عراق د پلازمېنې بغداد يوې محکمې دوه فرانسوي وګړي د داعش افراطي ډلې د غړيتوب په تور د مرګ په سزا محکوم کړل.
دا خبره نن د عراق څارنوالانو کړې ده.
له دې سره په تېرو دوو اوونيو کې د هغو فرانسوي وګړو شمېر ٩ ته ورسېد چې په عراق کې په مرګ محکومېږي.
دا محکوم شوي کسان د فرانسې د هغو ١٢ وګړو په ډله کې شامل وو چې په ګاونډي هېواد سوريه کې د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو له خوا نيول شوي وو.
دغه نيول شوي کسان په جنورۍ مياشت کې عراق ته وسپارل شول.
فرانسې ويلي، په عراق کې به د دغو نيول شويو فرانسوي وګړو د اعدام د مخنيوي لپاره به هره ممکنه هڅه وکړي.