چارواکي: په نورستان پکې ۵۵۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد نيول شوي
افغان چارواکي وايي، د نورستان ولایت په مرکز پارون کې یې ۵۵۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد نيولي دي.
د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال صابر ارين ازادي راډيو ته وويل، پوليسو تېر ماښام په پارون کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال په يوه موټر کې ۵۵۰ کيلو ګرامه امونيم نايټريټ سره ونيوه.
له امونیم نایټریټ سرې ترورېستي ډلې د بمونو په جوړولو کې کار اخلي.
ښاغلی ارین وايي چې له چاودېدونکو موادو سره يې دوه کسان هم نيولي او اوس ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
امنیه قوماندان وویل، مخالفينو غوښتل چې دا مواد په بل موټر کې ځای پرځای کړي او په پارون کې د یوې چاودنې لپاره کار ترې واخلي.