شهزاد محمدي ګواښ کړی چې له کرکټه به لاس واخلي
د افغانستان د کرکټ لوبډلې وتلي غړي، شهزاد محمدي ګواښ کړی چې له کرکټه به لاس واخلي.
شهزاد دا خبرداری ځکه ورکړی چې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې هغه د کرکټ د نړیوال جام لپاره په پاتې سیالیو کې د برخې اخېستلو وړ نه دی.
شهزاد د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ښه بېټسمن او ويکېټ کیپر دی.
هغه د نړیوال جام لپاره د افغانستان په دوو سیالیو کې ګډون وکړ. افغانستان دواړه سیالۍ سریلانکا او اسټرالیا ته ور وبایللې.
خو د کرکټ بورډ چارواکو د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې د شهزاد زنګون زخمی دی او له دې امله په نورو سیالیو کې د ګډون وړ نهدی.
رويټرز خبري اژانس نن د جون په ۱۱مه، لیکلي چې شهزاد کابل ته تر ستنېدو وروسته خبریالانو ته وویل، که هغوی ما نه غواړي، زه به له کرکټه لاس واخلم.
شهزاد ۳۲ کلن دی.
هغه ویلي چې ډاکترانو ورته ویلي چې په څو ورځو کې به یې زنګون ښه شي.