حوثي یاغیانو په یمن کې د امريکا یوه بې پيلوټه الوتکه ويشتلې
د امریکا پوځ وايي، حوثي ياغيانو روانه مياشت په یمن کې د امريکا یوه بې پيلوټه الوتکه د ایران په مرسته ويشتلې او نسکوره کړې ده.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند ایرل براون پرون د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا «MQ-9» ډوله بې پیلوټه الوتکه د جون مياشتې پر شپږمه د حوثي ياغيانو لهخوا په یمن کې ويشتل شوې ده.
د براون په خبره په کومه ارتفاع کې چې دا بې پیلوټه الوتکه ویشتل شوې، د حوثي ياغيانو د وړتيا زياتېدل او دا واقعيت په ډاګه کوي چې دغو ياغيانو له ايران څخه مرسته ترلاسه کړې ده.
د امريکا د مرکزي قوماندانۍ وياند وويل، ايران په جلا مورد کې هم هڅه کړې چې د جون پر ١٣مه په عمان خليج کې د امريکا يوه بله بې پېلوټه الوتکه نسکوره کړي، څو د تېلو پر دوو لېږدوونکو کښتيو د ايران د حملې د څارل کېدو هڅې ګډې وډې شي.