امریکا په فجیره بندر کې یو سمندري ماین نندارې ته کېښود
![امریکا په فجیره بندر کې یو سمندري ماین نندارې ته کېښود](https://gdb.rferl.org/29E9B479-4A04-48A0-81B6-DCD0A73DB3AE_cx0_cy12_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا د متحد ایالاتونو سمندري ځواکونو پرون د چهارشنبې په ورځ یو سمندري ماین او د مقناطیس ټوټې د متحد عربي اماراتو په فجیره بندر کې نندارې ته کېښودې.
د امریکا سمندري ځواکونه وایي چې دا ټوتې امریکایانو د تیلو له هغو بیړیو ترلاسه کړي دي چې تېره اوونۍ د عمان په خلیج کې پر هغوی برید وشو.
رویټرز اژانس د یوه امریکایي پوځيشان کېدو په وینا څرګندوي چې د دې ماین پیژندل اسانه دي او د هغو ماینونو په څېر دی چې د ایران په پوځي رسم ګذشت کې ښکاره نندارې ته وړاندې کېږي.
متحد عربي اماراتو هم تهران تورن کړی چې دا بریدونه یې کړي دي، خو تهران دا خبره رد کړې ده چې په سیمه کې یې د تیلو پر بیړیو او نفتي تاسیساتو حملې کړي دي.