ولسمشر غني د کندهار هوايي ډګر د احمد شاه بابا په نوم ونوماوه
ولسمشر غني نن سهار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللی دی.
د ولسمشر ویانده دُرانۍ وزیري وایي چې ولسمشر وروسته د هوايي ډګر لاره چې ۲ عشاریه ۸ ميلیونه افغانۍ پرې لګښت راغلی پرانېسته.
د کندهار د والي ویاند بهير احمدي وایي، ولسمشر غني به په دامان ولسوالۍ کې د سولري برښنا پروژه او په عېنو مېنه کې تازه جوړ شوی ۳۵۰ بستريز روغتون هم پرانېزي.
احمدي وایي، ولسمشر به په خپل دغه سفر کې د کندهار د ملکي او پوځي چارواکو سربېره له ځوانانو، مدني فعالانو، قومي مشرانو، مېرمنو او ديني عالمانو سره هم وګوري.
د يادوني وړ ده چې د ولسمشر د سفر پرمهال دا ځل کندهار کې ګرځبنديز نه دی اعلان شوی.