چارواکي: د فاریاب د اندخوۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی
د دې قل اردو په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې ملا راز محمد د سې شنبې په ورځ د کوماندو ځواکونو په عملیاتو کې له ۹ نورو وسلهوالو سره وژل شوی دی.
خبرپاڼه وايي، د اندخوي په دوو کلیو کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد لا هم عملیات دوام لري.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.