د کابل پوهنتون ۲ استادان د ملي امنیت لهخوا نیول شوي
د لوړو زدهکړو د وزارت ویاند فیصل امین تېره شپه سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، دواړه استادان د پوهنتون څخه بهر نیول شوي دي:"یوازې همدومره تأییدولی شو او خبر یو چې د ملي امنیت عمومي ریاست د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي دوه استادان له پوهنتونه دباندې نیولي دي."
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت پردې دوو استادانو د لګېدلو تورونو په اړه جزئیات ورنهکړل او نومونه یې هم یاد نهکړل.
خو په افغانستان کې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د مولوي معروف راسخ او عبدالظاهر داعي په نومونو د کابل پوهنتون دوه استادان په شرعیاتو پوهنځي د افراطیت د ترویج په تور نیول شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم تر اوسه پر دې دوو تنو د لګیدلو تورونو په اړه جزئیات نهدي څرګند کړي.