د کابل په شمالي سرای سیمه کې اور ګڼې هټۍ سوځولي
![د کابل په شمالي سرای سیمه کې اور ګڼې هټۍ سوځولي](https://gdb.rferl.org/A368B389-DA73-4367-843F-FA91FFF6A8D5_cx21_cy0_cw30_w800_h450.jpg)
د افغانستان د پلازمېنې کابل ښار په شمالي سرای سیمه کې بېګاه شپه اور لګېدلی او ګڼې هټۍ یې سوځولي دي.
اور د شپې شااوخوا لس نیمې بجې لګېدلی او معلومه نه ده چې څومره زیان یې اړولی دی.
لا نه ده روښانه چې د کابل ښار له ګڼې ګوڼې ډکې دې سیمه کې دې اور لګېدنې کوم څوک ژوبل کړي هم دي که څنګه؟
په ټولنیزو رسنیو کې د دې اور عکسونه او ویډیوګانې ډېرې زیاتې خپرې شوي.
چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو په عکسونو کې ښکارېدل چې اور وژونکو د اور د مهارولو هڅې کولې.