په هرات کې تر ۳۰ ټنو ډېر نشه يي او کېمياوي مواد وسوځول شول
![په هرات کې تر ۳۰ ټنو ډېر نشه يي او کېمياوي مواد وسوځول شول](https://gdb.rferl.org/AB0AA4B4-2645-49B0-87E3-4D0963654181_w800_h450.jpg)
په هرات ولايت کې تر دېرشو ټنو ډېر نشه يي او کېمياوي مواد وسوځول شول.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معين محمد هاشم اورتاق په هرات ولايت کې د دې نيول شويو موادو د سوځولو پر مهال وويل، افغان امنيتي ځواکونو د ۱۳۹۷ شمسي کال له پيله بيا سږکال د جوزا د مياشتې تر پايه پورې (۳۳۲) کيلوګرامه هيروئين، (۱۷) کيلوګرامه مورفين، (۳۸۹) کيلوګرامه تارياک، (۴۷۵) کيلوګرامه چرس او سلګونه کيلوګرامه کېمياوي مواد نيولي چې د سرطان د مياشتې په لسمه نېټه يې وسوځول.
د يادولو وړ ده چې د دې موادو د قاچاق په تور د دوو بهرنيانو په ګډون (۴۹۵) تنه نيول شوي او دوسيې يې د عدلي او قضايي مرکز له خوا نهايي شوي دي.