په کابل کې نږدې اووه کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول
![په کابل کې نږدې اووه کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول](https://gdb.rferl.org/F8FD57E5-2831-4140-B385-06128D9BFD2A_w800_h450.jpg)
په کابل ولايت کې نږدې اووه کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس ازادي راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د سرطان د مياشتې په لسمه نېټه د کابل شمالي، جنوبي او شرقي دروازو باندې درې عملياته وکړل چې په نتيجه کې يې (۶۴) کيلوګرامه چرس ونيول.
دا چرس د قاچاق لپاره په موټرونو او سفري بکسونو کې پټ کړل شوي وو.
د دې نشه يي موادو د قاچاق په تور پنځه تنه نيول شوي چې موټرچلوونکي هم پکې شامل دي.