نن په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرې بیا پيلېږي
![نن په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرې بیا پيلېږي](https://gdb.rferl.org/6B7365FC-ED1D-4709-85DB-B1FB89243C24_w800_h450.jpg)
نن په قطر کې د امریکايي هيئت او طالبانو ترمنځ د اووم پړاو خبرې له یوې ورځې دمې وروسته بیا پيلېږي.
د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا مرکچي پلاوی له یوې اوونۍ راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له سیاسي ډلې سره خبرې کوي.
ويل شوي چې د دوی خبرې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او له افغان خاورې د ترورېزم د نه استفادې پر تضمین متمرکزې دي.
طالبانو ویلي چې په همدغو دوو مسئلو کې ډېر پرمختګ شوی.
زلمی خلیلزاد چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی دی، ټینګار لري چې باید په ټولو مواردو موافقه وشي.