چارواکي: په کندهار کې پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کندهار په خاکرېز او معروف کې د جګړو له امله پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې په خاکرېز کې تېره شپه د جګړې له امله شپږ وسله وال او دوه پوليس وژل شوي دي.
ده وویل: د خاکرېز ولسوالۍ د شُرغي په سیمه کې د طالبانو شپږ کسان وژل شوي او اته یې ټپیان دي، دوه پولیس هم ټپیان او دوه شهیدان شوي دي.
بل خوا د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادين خان په پر خپل ټوېټر لیکلي چې تېره شپه وسله والو د معروف ولسوالۍ پر مرکز بريد کړی چې له امله یې يو شمېر افغان سرتېري وژل شوي دي.
نوموړي د وژل شویو سرتېرو دقیق شمېر نه دی یاد کړی، خو زیاته کړې یې ده چې په دې برید کې د ولسوالۍ مرکز زيانمن شوی او د افغان ځواکونو په دفاعي غبرګون کې ۲۵ وسله وال وژل شوي.
بل خوا يوې امنيتي سرچنې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې د وسله والو طالبانو په بريد کې په معروف ولسوالۍ کې تر ۳۰ زياتو پوليس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلي.